1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي يو مليون خلک کډه کيدو ته مجبوره شوي دي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۹, شنبه

«کله چي بمونه له آسمانه راباندي واوريدل، په وارخطايي او بيړه مو کورونه خوشي کړل. مونږ يوه ستره ډله ؤ، پياده مزل مو کړي دي. بيا مو وليدل چي نور هم بمونه غورځيږي، زمونږ يو زيات شمير را څخه ووژل شول.»

https://p.dw.com/p/HmqZ
له سوات څخه د تيښتی لړی روانه ده
له سوات څخه د تيښتی لړی روانه دهانځور: AP

د سوات له دري څخه کډوال را روان دي، په بيړه نوي کمپونه، جوړيږي او په نوو کډوالو ډکيږي. يواځي په همدا تيرو دوو ورځو کي کابو دوه سوه زره خلک دغو کمپونو ته رسيدلي دي. د صوبه يي حکومت او د کډوالو لپاره د ملګرو د عالي کميساري د ويناوو له مخي دري سوه زره نور په تيښته کي دي. هغوي هڅه کوي چي د سر د خطرو په منلو سره د دواړو خواوو د جګړي له کرښو تير شي. پوځ په ګرځيدو بنديز لګولي دي، طالبانو سړکونو ته خنډونه اچولي دي، چي د کډوالو د تيښتو مخه ونيسي، هغوي غواړي چي په سيمه کي خلک پاتي شي ترڅو له هغو څخه د انساني ډال په توګه کار واخلي.

اکبر علي او د هغه کورني وتوانيده چي ځاي د کډوالو کمپ ته ورسوي. هغوي د سوات له جګړه ځپلي دري څخه، هغه چي يو وخت دسيالانيانو د ګرځيدو دره وه، راووتل اود ٍثوابي په يوه بيړني کمپ کي ورته ځاي ورکړ شوي دي.

«کله چي بمونه له آسمانه راباندي واوريدل، په وارخطايي او بيړه مو کورونه خوشي کړل. مونږ يوه ستره ډله ؤ، پياده مزل مو کړي دي. بيا مو وليدل چي نور هم بمونه غورځيږي، زمونږ يو زيات شمير را څخه ووژل شول.»

په سوات کی جګړه دوام لری
په سوات کی جګړه دوام لریانځور: AP Photo

امان الله خان له خپلي ستري کورني سره د پاکستاني پوځ د يرغل له پيل سره له سوات څخه ووت. اوس هغوي ټول د ملګرو ملتو په يوي تنګي خيمي کي سره خوندي شوي دي. امان الله نه پوهيږي چي ولي دغه ناورين پيل شو چي دي او په سل ګونو زره نور يي مجبوره کړي چي خپل ټاټوبي پريږدي: « حکومت سخت دريز غوره کړي، پوځ بايد وجنګيږي. مخکي له دي هم دلته د هغوي او طالبانو تر مينځ جګړي وشوي، بيا هغوي له يو بل سره د سولي تړون لاس ليک کړ. اوس بيا سره ونښتل، دا څه لوبه ده چي زمونږ پرسر دلته کيږي.»

شا او خوا ته ولاړ خلک د امان الله د خبرو په تأييد سر ښوروي. هغه له پاکستاني جمهور رييس آصف علي زرداري څخه غواړي:

« مونږله خپل جمهور رييس څخه غواړو، هغه ډالر چي دي يي له امريکايانو ترلاسه کوي، مونږ سره دي شريک کړي. دا د هغه مکلفيت دي. مونږ هم په دغو پيسو کي برخه لرو، ځکه مونږ هر څه له لاسه ورکړل.»

د سوات په ښکلي او سمسوري دري کي د تير اوړي څخه را په دي خوا د پاکستان پوځ له طالبانو سره څو ځلي په جګړو کي ښکيل شوي دي. حکومت د روان ميلادي کال په پيل کي له تند لارو طالبانو سره د سولي يو تړون لاس ليک کړ. حکومت له سوات څخه ووت. طالبانو اجازه پيدا کړي چي اسلامي شرعه هسي جاري کړي چي دوي غوښتل. خو هغوي خپلي وسلي، له وعدي سره سم تسليم نه کړي، باالمقابل هغوي له دي موقع څخه په استفادي سر ګاونډي سيمي دير ته ورنوتل. هغوي هلته ښونځيو ته اور واچاوه، پوليس او ځاي يي سياست وال يي ووژل، موسيقي او فلمونه يي بند کړل.

د تيري اوني په نيمايي کي واشنګتن ته د زرداري له سفر سره سم حکومت او د پوځ مشرانو د بهرني او کورني فشارونو لاندي پريکړه وکړه چي په سترو عملياتو لاس پوري کړي. تورن جنرال اتر عباس د کبرا نومو عملياتو لپاره دليل وړاندي کوي:

«د حکومت لپاره دا يو ستر برياليتوب دي. خلک پوهيږي چي مونږ له سولي او پخلايني څخه کار واخيست، مقابل لوري ته مو ډير وخت ورکړ، چي خپلي وسلي په ځمکه کيږدي، او خلکو ته د يو سوليز ژوند شرايط برابر کړي. خو دا کار ونه شو، او خلکو د افراطينو رښتيي څيري وليدلي، طالبان يواځي د اسلامي شرعي جاري کول نه غواړي ، هغوي نور څه په خيال کي لري.»

تر اوسه پوري يو مليون خلک مجبوري شوي چي خپلي ټاټوبي پرږدي. هغوي د خپل هيواد په دننه کي لالهانده او سرګردان ګرځي. د پاکستان پوځ له بهر څخه تر سختو نيوکو لاندي ؤ چي تر اوسه پوري يي د طالبانو پر ضد ډير څه نه دي کړي او په پټه توګه د افغانستان له طالبانو څخه ملاتړ کوي. خو اوس پوځ وايي چي د پاکستاني طالبانو پر ضد به تر پايه وجنګيږي.

سندرا پيترزمن/عبدالباري حکيم

کتونکي: احمد ولي اڅکزي