1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي پر پوليسو او سياستوالو نيوکي

۱۳۹۴ مرداد ۲۹, پنجشنبه

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د حقیقت موندني په رپوټ کې د تحقیق په برخه کې له څار څخه نیولې د اغیزمنو شوو ماشومانو د جسمي او روحي درملنې په برخه کې د آسانتیاوو د رامنځ ته کولو پر سر ټینگار کړی دی.

https://p.dw.com/p/1GIOe
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د سه شنبې په ماښام د حقیقت موندنې خپل رپوټ خپور کړی دی. کمېسیون په خپل تفصیلي اووه مخیز رپوټ کې د قصور د پيښې په هکله د پولیسو او سیاستوالو د چلن په هکله هم ځیني پوښتني را پورته کړي دي.

د رپوټ له مخې د هیومن رایټس کمېشن آف پاکستان او د اې جي اچ اس، د ماشومانو د حقوقو څانگي گډي کمېټې د پیښې ځای ته د سفر پر مهال د پوليسو د مشرانو له تحقیقاتي کمېټې سره له ملاقات کولو ډډه وکړه.

په رپوټ کې دا خبره نه ده منل شوې چې د رسوایې اړونده قضیو تر ثبتیدو څو میاشتي دمخه پولیس په دې هکله له ویدیو گانو او گونگوسو څخه بې خبره ول.

د کمېسیون د رپوټ له مخې د قصور قضیه د نه باور وړ یوه پیښه ده چې د پولیسو د سازش، د دوکه کارې او د شکایت کوونکو د بې عزته کولو په شان پیښو سره جوخت وه. په رپوټ کې د قصور د پیښې عامه محظر ته تر راوتو وروسته له دندې څخه د گوښه کړل شوي پولیسو لوی چارواکي چلن هم مشکوکه گڼلی.

رپوټ زیاتوي چې د پولیسو له خوا په لومړۍ مخفي تر سره شوې څېړنه کې د ځمکې پر سر د لانجې راپورته کولو سره د اغېزمنو شوو ماشومانو او د هغوی د کورنیو له خوا د شکایاتو د بې ارزښته کولو او له اصلي پیښې څخه د خلکو د توجه اړولو هڅه شوې ده.

د رپوټ له مخې د جولای میاشتې په پیل کې له ماشومانو سره د جنسې زور زیاتيو د پیښو له ثبتیدو سره سره، د اگست میاشتې تر یوولسمي نېټې پولیسو ځان له اغېزمنو څیړنو څخه لیرې ساتلی وو.

رپوټ زیاتوي چې په هغو ځایونو کې چې له ماشومانو سره زور زیاتی شوی دی له هغو ځایونو شواهد نه دي راټول شوي او همداشان پولیس د اعتراض وړ ویدیو گانو د خپریدو په مخنیوي کې پاته راغلي دي.

په رپوټ کې ویل شوي دي چې تحقیقاتي ټیم د ځایي خلکو شکایتونه واروریدل چې په وینا یې ځایي سیاستوال د دغي پیښې د ارزښت د کمښت له پاره پر پولیسو باندي فشار راوړی.

د رپوټ له مخې د پولیسو چلن او د پاکستان د «مسلم لیگ ن گوند» د ځینو سیاستوالو له څرگندونو څخه داسې انگیرل شوې چې گني دغه خلک د ظلم ښکار شوي ماشومانو ته د انصاف ورکولو په برخه کې مخلص نه دي. د بیلگې په توگه رانا ثناالله دغه ټوله پیښه درواغ وبلله او ویې ویل چې د خپلو گټو تعقیبونکو د ځمکې یوې لانجې ته دغه رنگ ورکړ او وضعیت یې خراب کړ.

همداشان په رپوټ کې د قصور د پیښې په هکله د سیاسي گوندونو او د هغوی د مشرانو نقش هم اندېښمن بلل شوی. زیاته شوې ده چې د ځینو سیاسي گوندونو ځایي مشرانو او غړو د ایالتي حکومت پر ضد تونده لهجه کارولې، خو د قرباني شوو ماشومانو استثماریدو ته یې هیڅ کومه توجه نه ده کړې.

د تحقیقاتي ټیم له پاره دا خبره هم د حیرانتیا وړ وه چې سیمې ته سفر کوونکي هیڅ کوم سیاستوال له پولیسو سره نه دي لیدلي، چې د څیړنو په هکله معلومات تر لاسه کړي.

د رپوټ له مخې د جسمي او روحي غبرگون له پامه غورځول ښایي پر اغېزمنو شوو ماشومانو دردونکي اثرات ولري او په وینا یې د پیښې په ځای کې په دې هکله هیڅ خبري نه کیدې چې د دغسي جرمونو د مخنیوي له پاره کوم گامونه واخلي ستل شي.