1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کي یوه فابریکه ونړیده

۱۳۹۰ بهمن ۱۷, دوشنبه
https://p.dw.com/p/13xg3

د پاکستان په لاهور ښار کي د یوي دري منزله فابریکي د نړیدو له کبله ډیر کسان په نړیدلي ودانۍ کي بند پاته شوي دي. چارواکو ویلي دي چي تر اوسه پوري له نړیدلي ودانۍ څخه درې مړي او ۱۳ ژوندي کسان راایستل شوي دي.

د چارواکو په حواله د فابریکي د نړیدلو پر مهال ۱۳ ښځي او ۱۷ نارینه کارکوونکي په کار اخته ول. نړیدلي فابریکي د څارویو درمل تولیدول.