1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
ناورين

په پاکستان کې اختر او د بهاولپور غمیزه

۱۳۹۶ تیر ۵, دوشنبه

د پاکستان په ډیری سیمو کې د دوشنبې ورځ د اختر لومړۍ ورځ ده. خو په دغه هیواد کې وروستیو بریدونو او تیره ورځ د بهاولپور پیښې له کبله د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف خپل شخصي بهرنی سفر رالنډ کړی او هیواد ته ستون شوی.

https://p.dw.com/p/2fMj2
Pakistan Id al-Fitr Fastenbrechen
انځور: Reuters/F. Aziz

د پاکستان په زیاترو سیمو کې د دوشنبې په ورځ د اختر جشن لمانځل کیږي. د وضعیت په پام کې نیولو سره په ځینو ځایونو کې د اختر د لمانځه له پاره سخت امنیتي تدابیر په پام کې نیول شوي وو. د بلوچستان او پنجاب ایالتونو پر حکومتونو سربیره د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، د مراسمو د محدودولو غوښتنه کړې وه.

په دې ترڅ کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف بریتانیا ته خپل سفر رالنډ کړ او د دوشنبې په سهار بیرته پاکستان ته وروگرځید. تیره ورځ په بهاولپور کې د تیلو د یوه ټانکر د سوځیدو په پیښه کې تر ۱۵۰ زیات کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغې سیمې ته د نواز شریف د رسیدو رپوټ هم ورکړل شوی دی.

د بهاولپور په پیښه کې ډیر شمیر کسان د اور له کبله سخت سوځیدلي دي
انځور: picture-alliance/Zumapress

که څه هم په پاکستان کې خلک اختر لمانځي خو د تیرې اوونۍ بریدونو او د بهاولپور پیښې، اختر تر خپل سیورې لاندې راوستی دی. د بهاولپور د پیښې د قربانیانو شمیر اوس ۱۵۳ تنو ته لوړ شوی دی. د دوشنبې په سهار هم د بهاولپور د روغتونونو د باندې د ټپیانو او د هغوی د خپلوانو اوږده کتارونه موجود وو.

په دغه پیښه کې تر ۱۱۸ زیات کسان ټپیان شوي هم دي. دغه پيښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې خلکو د یوه چپه شوي ټانکر څخه تیل ایستل او تیلو اور واخیست.