1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ترافیکي پیښې ۲۶ تنه وژلي

۱۳۹۶ آبان ۱۸, پنجشنبه

د پاکستاني پولیسو په وینا د دغه هیواد په شمال کې یو سرویس موټر یوه خوړ ته لویدلی دی چې په پایله کې يې ۲۶ تنه وژل شوي او نور ۴۶ ټپیان دي. پیښه په ډوک پټان، نومې سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/2nKI3
Busunglück in Pakistan 11.11.2014
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/epa/W. Hussein

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه پیښه په ډوک پټان سیمه کې د چهارشنبې په شپه رامنځ ته شوې ده. دغه سیمه د پلازمېنې اسلام آباد سویل لویدیځ لور ته په ۷۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

فضل عباس، په نوم د پولیسو یوه ځایي چارواکي نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې د سپرلیو یوه سرویس موټر په یوه پیچومي کې کنترول له لاسه ورکولو سره خوړ ته لویدلی دی. د هغه په خبر په پيښه کې «لږ تر لږه ۲۶ تنه وژل شوي او نور ۴۶ بیا ټپیان دي.»

د ورکړل شویو رپوټونو له مخې په سرویس موټر کې د تبلیغیانو د جماعت غړي سپاره ول چې د خیبر پښتونخوا له کوهاټ سیمې سره یې تړاو درلود او په رایونډ کې یې د تبلیغیانو په اجتماع کې د ګډون په موخه لاهور ته سفر کاوه. دغه اجتماع هر کال تر سره کیږي.

د عباس، په خبره زیاتره ټپیان په روغتون کې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي، خو لس تنه چې ټپونه یې ژور وو د درملنې له پاره راولپنډې ته لیږدول شوي دي.

د چارواکو په وینا دغه سرویس موټر د پیښې پر مهال پر خپل عادې مسیر باندې سفر نه کاوه. د هغوی په خبره د لړۍ او غبار له کبله د موټروې یا عمومي لارې تر تړل کیدو وروسته دغه سرویس پر هغې لارې سفر کاوه چې لوړې او ژورې لري. ځایي چارواکو هم پيښه او د مرګ ژوبلې شمیر تائید کړی دی.

پاکستان په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ناوړه ترافیکي پيښې پکښې رامنځ ته کیږي، چې لاملونه یې زیاتره مهال خراب سړکونه، زړې موټرې او د موټر چلوونکو بې غوري ښوول کیږي.