1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې خونړي بریدونه

۱۳۹۴ بهمن ۱, پنجشنبه

وسله والو یاغیانو تیره ورځ پیښور ته څیرمه په چارسده کې پر باچا خان پوهنتون یرغل وکړ او ۲۰ تنه یې ووژل. له ۲۰۰۷م کال راهیسې په پاکستان په ترهگریزو بریدونو کې په زرونو کسان وژل شوي. دلته خونړیو بریدونو ته یو نظر اچوو.

https://p.dw.com/p/1HhVv
Pakistan Anschlag auf Benazir Bhutto nach Rückkehr 18.10.2007
انځور: picture-alliance/dpa/N. Khawer

۲۰۰۷

د اکتوبر ۱۸: د پاکستان پخوانۍ صدراعظمه بې نظیر بهټو چې اته کاله په تبعید کې تر تیرولو وروسته پاکستان ته راورسیده نو په کراچۍ کې د هغې پر کاروان برید وشو چې پکښې ۱۳۹ تنه ووژل شول. بې نظیره د همدغه کال د دسمبر پر ۲۷ ووژل شوه.

۲۰۰۸

د اگست ۲۱: اسلام آباد ته څیرمه د واه، په سیمه کې د پاکستان د وسلو جوړولو شرکت د باندې غبرگو ځانمرگي بریدونو ۶۴ کسان ووژل.

د سپتمبر۲۰: په اسلام آباد کې د میریټ، په نوم پنځه ستوی هوټل د یوه ځانمرگي موټر بم ښکار شو چې په پایله کې ۶۰ تنه ووژل شو.

۲۰۰۹

د اکتوبر ۲۸: په پیښور کې یوې موټربم چاودنې یو مارکیټ له منځه یوړ. په دغه چاودنه کې ۱۲۵ تنه ووژل شول.

۲۰۱۰

د جنورۍ ۱: د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو سیمه کې د والي بال د یوې لوبي پر مهال یوه ځانمرگي برید د ۱۰۱ انسانانو ژوند واخیست.

د مارچ ۱۲: په لاهور کې د پوځ پر یوه مرکز باندې دوو ځانمرگو بریدونو ۵۷ تنه ووژل.

د می ۲۸: په لاهور کې د احمدي لږکیو پر مسجد فیرونو او ځانمرگي برید د ۸۲ کسانو ژوند واخیست.

د جولای ۹: د مهمند قبایلي سیمې د گڼې گوڼې په یوه بازار کې یوه ځانمرگي بریدگر ځان والوزاوه. دغې چاودنې د ۱۰۵ انسانانو ژوند واخیست.

د سپتمبر ۳: په کوټه ښار کې د شیعه مسلمانانو پر یوه لاریون باندې ځانمرگی برید وشو چې پکښې ۵۹ تنه ووژل شول.

د نوامبر۵: پیښور ته څیرمه په آدم خیل دره کې د جمعې د لمانځه پر مهال یوه ځانمرگي برید ۶۸ کسان ووژل.

۲۰۱۱

د اپریل ۳: د ډیره غازي خان په ښار کې د یوه صوفي پر مزار باندې ځانمرگی برید وشو چې پنځوس تنه پکښې ووژل شول.

د اگست ۱۹: په قبایلي سیمه خیبر ایجنسي کې یوه ځانمرگي برید کوونکي ځان والوزاوه. په دغه چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمیر لږ تر لږه ۴۳ تنه وو.

۲۰۱۲

د جنورۍ ۱۱: ۳۵ کسانو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د شمال لویدیځي قبایلي سیمې یوه بازاره کې له د ریموټ په واسطه کنترولیدونکي چاودنه وشوه.

د اگست ۱۶: په مانسهره کې په یوه خونړۍ پیښه کې وسله والو برید کوونکو شل تنه شیعه مسلمانان له سرویس څخه ښکته کړل او ویې وژل.

۲۰۱۳

د جنورۍ ۱۰: کوټې ته څیرمه چیرې چې شیعه مسملمانان مېشت ول د سنوکر یوه کلب کې غبرگ ځانمرگي بریدونه وشول چې په پایله کې یې ۹۲ تنه ووژل شول.

د فبرورۍ ۱۶: بیا هم د شیعه مسلمانانو مېشته سیمه «هزاره ټاون» کې په یوه بازار کې د بمي چادونې له کبله ۸۹ تنه ووژل شول.

د مارچ ۳: په کراچۍ ښار کې د شیعه مسلمانانو یو مسجد د موټر بم چاودنې ښکار شو او ۴۵ انسانان یې ووژل.

د جولای ۲۷: د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د گڼې گوڼې په یوه بازار کې دوو بمي چاودنو ۴۱ تنه ووژل.

د اگست ۹: یوه ځانمرگي برید کوونکي په کوټه کې د یوه جگپوړي چارواکي د جنازې په مراسمو کې ځان والوزاوه او ۳۸ تنه یې ووژل.

د سپتمبر ۲۲: دوو ځانمرگي برید کوونکو په پيښور کې پر یوه کلیسا باندې برید وکړ او ۸۲ تنه یې ووژل.

د سپتمبر ۲۹: د پیښور په یوه بازار کې موټر بم چاودنې د ۴۲ کسانو ژوند واخیست.

۲۰۱۴

د جنورۍ ۱۹: د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو په ښار کې یو پوځي کتار د بمي برید ښکار شو چې د ۸۲ پوځیانو ژوند یې واخیست.

د جون ۱۰: لسو وسله والو طالبانو د کراچۍ ښار پر هوایي ډگر یرغل وکړ او په دغه پيښه کې ۲۷ تنه ووژل شول.

د نومبر ۲: ۵۵ تنو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې یوه ځانمرگي برید کوونکي د هند او پاکستان تر منځ د واهگه، پر پوله ځان والوزاوه.

د دسمبر ۱۶: وسله والو طالبانو په پیښور کې آرمي پبلک سکول، باندې یرغل وکړ او د ۱۳۵ زده کوونکو په شمول یې ۱۵۴ تنه ووژل.

۲۰۱۵

د جنورۍ ۳۰: د سندهـ ایالت په شکارپور نومې سیمه کې د شیعه مسلمانانو پر یوه جومات باندې ځانمرگي برید د ۶۲ انسانانو ژوند واخیست.

د فبرورۍ ۱۳: وسله والو کسانو په کراچۍ ښار کې پر یوه سرویس موټر باندې حمله وکړه او ۴۳ شیعه گان یې ووژل.

د سپتمبر ۱۸: پیښور ته څیرمه د پاکستان د هوایي پوځ پر یوې اډې طالبانو یرغل وکړ چې پکښې ۲۹ کسه ووژل شول. زیاتره وژل شوي کسان په دغه ځای کې د عملې کار کوونکي ول.

د اکتوبر ۲۳: په سویلي ولایت جیکب آباد کې شیعه مسلمانان د یوه شکمن ځانمرگي برید هدف وگرځیدل. په پیښه کې ۲۴ تنه ووژل شول.

د دسمبر ۱۳: د پاکستان په شمال لویدیځ کې چې زیاتره اوسیدونکي یې شیعه مسلمانان دي، د گڼې گوڼې په بازار کې یوې چاودنې لږ تر لږه ۲۳ تنه ووژل.

د دسمبر ۲۹: پیښور ته څیرمه د مردان په سیمه کې یوه وسله وال ځانمرگي چې پر موټر سایکل سپور وو د ۲۶ کسانو ژوند واخیست.

۲۰۱۶

د جنورۍ ۲۰: پیښور ته څیرمه د چارسدې په سیمه کې پر باچا خان پوهنتون، یرغل وشو او لږ تر لږه ۲۰ تنه یې ووژل.