په پاکستان کې د احتجاجونو لړۍ دوام لري
۱۳۹۷ آبان ۱۰, پنجشنبهد پولیسو په وینا یوې سخت دریځي مذهبي ډلې پلازمېنې اسلام آباد ته تلونکي عمومي لاره تړلې ده او مسافرین دې ته اړ شوي دي، چې پر بدیلو لارو سفر وکړي او یا هم په کور کې پاتې شي.
په پاکستان کې د احتجاجونو لړۍ د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغې پیل شوه چې د سترې محکمې درو قاضیانو د عیسوۍ آسیه بي بي، له زندانه د آزادیدو پریکړه وکړه. دغه میرمن په ۲۰۱۰م کال کې د مرګ په سزا محکومه شوې وه. د بشري حقونو فعالانو دغه پریکړه ستایلي ده.
د تحریک لبیک پاکستان، مذهبي ډلې غړو د پاکستان په سترو ښارونو کې احتجاجونه پیل کړي دي او مشرانو یي هوډ کړی دی چې خپلو احتجاجونو ته به دوام ورکړي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د چهارشنبې په ماښام په یوه تلویزوني وینا کې پر خلکو د آرام پاتیدو غږ وکړ او د احتجاج کوونکو مشرانو ته یي خبرداری ورکړ چې دولت دې کوم ګام اخیستو ته نه مجبوروي.
د احتجاج کوونکو د مشرانو له لوري هغو قاضیانو ته چې دغه پریکړه یې کړې ده، تر ګواښونو وروسته حکومت په لویو ښارونو کې ځواکونه ځای پر ځای کړي دي، څو د حکومتي ودانیو څارنه وکړي.
آسیه بي بي ته په ۲۰۱۰م کال کې د پنجاب ایالت یوې سیمه ایزي محکمې اسلام ته د سپکاوي په تور د اعدام سزا اورلې وه. د لاهور لوړې محکمې په ۲۰۱۴م کال کې د دغه هیواد مقدساتو ته د سپکاوي د شخړه ایز قانون له مخې دغه سزا وساتله، خو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ لغوه کړه.