په پاکستان کې د الوتکو د رالویدو سترې پیښې
الوتکه؛ د سفر چټکه وسیله خو له خطره خالي نه وي او د حادثې په صورت کې ترې ژوندي پاتې کیدل د چانس خبره ده. په کراچي ښار کې د الوتکې د را لویدو په تر ټولو تازه پیښه کي ۹۷ کسان وژل شوي دي. دلته نورو پیښو ته کتنه شوې.
۲۰۲۰م کال؛ لاهور – کراچي (۹۷ قربانيان)
د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۲۲ مه نیټه له لاهور څخه کراچي ته تلونکې د پي آی اې اړوند یوه الوتکه تر کوزیدو څو شیبې وړاندې را ولویده چې پکې د ۱۰۷ مسافرینو او د الوتکې د کارمندانو له ډلې څخه ۹۷ تنه یې وژل شوي او یوازې دوه تنه یې ژوندي پاتې دي. الوتکه د استوګنې په سیمه کې رالویدلې او د پاتې نورو کسانو لټون لا هم ادامه لري.
۲۰۱۶م کال؛ چترال - اسلام آباد (۴۸ قربانيان)
د ۲۰۱۶م کال د دسمبر میاشتې په ۷مه نیټه له چترال څخه د اسلام آباد په لوري د پاکستان د هوايي شرکت اړوند ATR 42 ډوله الوتکه را ولویده. په دغه پیښه کې د پاکستان د وتلي سندرغاړي جنید جمشید او میرمنې په شمول ۴۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. جنید جمشید د ۸۰مو کلونو د پاپ موسیقۍ سندرغاړی وو او د ژوند په وروستیو کلونو کې یې تبلیغ ته مخه کړې وه.
۲۰۱۵م کال؛ ګلګیت بلتستان (۸ قربانيان)
د ۲۰۱۵م کال د مې میاشتې په ۸مه نیټه د پاکستان د پوځ اړوند یوه هلیکوپرته د دې هیواد په شمالي سیمو کې د ګلګیت بلتستان په سیمه کې را ولویده. په دغه پیښه کې د ناروې، فلپین او اندونیزیا د هیوادونو د استازو او د اندونیزیا او مالیزیا د استازو د میرمنو په شمول په مجموعي ډول ۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
۲۰۱۲م کال؛ کراچي - اسلام آباد (۱۲۷ قربانيان)
د ۲۰۱۲م کال د اپریل میاشتې په ۲۰مه نیټه له کراچي څخه د اسلام آباد په لوري د بهوجا ایر په نامه د پاکستان د یوه کوچني خصوصي شرکت اړوند یوه مسافر وړونکې الوتکه د خرابې هوا له کبله له حادثې سره مخامخ شوه چې په کې د الوتکې د ۶ تنو کارکوونکو په شمول ټول ۱۲۷ تنه مسافر ووژل شول.
۲۰۱۰م کال؛ کراچي - اسلام آباد (۱۵۲ قربانيان)
د ۲۰۱۰م کال د جولای میاشتې په ۲۸مه نیټه د ایر بلو په نامه د پاکستان د یوه خصوصي شرکت اړوند Airbus 321 ډوله الوتکه چې له کراچي ښار څخه یې د اسلام آباد په لوري الوتنه کړې وه د اسلام آباد په غرنیزه سیمه کې را ولویده. په دغه پیښه کې په الوتکه کې ټولو ۱۵۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
۲۰۰۶م کال؛ ملتان (۴۵ قربانيان)
د ۲۰۰۶م کال د جولای میاشتې په ۱۰مه نیټه د پاکستان د نړیوال شرکت یا پي آی اې اړوند د فوکر Fokker ډوله الوتکه د ملتان له هوايي ډګر څخه تر الوتنې څو شیبې وروسته را ولویده چې په نتیجه کې یې په الوتکه کې سپرو ټولو ۴۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د یادې الوتکې د را لویدو دلیل د انجن خرابیدل په ګوته شوي وو.
۲۰۰۳م کال؛ کوهاټ (تر ۱۰ ډېر قربانيان)
د ۲۰۰۳م کال د فبروري میاشتې په ۲۰مه نیټه د پاکستان د پوځ اړوند فوکر PAF Fokker ډوله الوتکه د خیبرپښتونخوا په غرنۍ کوهاټ سیمه کې را ولویده چې په پایله کې یې له لسو ډیر کسان ووژل شول. په دغه پیښه کې د پاکستان د هوايي ځواکونو قوماندان مشرف علي او میرمن یې هم وژل شوي وو.
۱۹۸۹م کال، ګلګیت بلتستان (۵۴ قربانيان)
د ۱۹۸۹م کال د اګست په ۲۵مه نیټه د پاکستان د نړیوال هوايي شرکت یا پي اې اړوند یوې Fokker ډوله الوتکې د پاکستان له شمالي ګلګیت څخه پرواز وکړ چې د الوتنې پرمهال را ولیده. په دغه پیښه کې ټول ۵۴ تنه تر اوسه پورې لا درکه دي او د الوتنې پاتې شونې تر اوسه پورې هم نه دي موندل شوي.
۱۹۸۸، بهاولپور ـ اسلام آباد (۳۲ قربانيان)
د ۱۹۸۸ م کال د اګست مياشتې په ۱۷مه د پاکستان د هغه وخت ولسمشر جنرال ضيالحق د ۳۱ نورو کسانو سره د پاکستان پوځ په C-130B Hercule ډوله الوتکه کي د اسلام آباد پر لور روان سو، خو پر لارې په دغه الوتکه کې چاودنه وسوه او د ولسمشر په شمول ۳۱ نور ټول سپرلي پکښي ووژل سول. داچې آيا دغه يوه حادثه او که بريد ؤ، تر ننه نه ده معلومه سوې.