1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د بمي چاودنې په ترڅ کې ۱۲ تنه ووژل شول

DW (AFP, Reuters, dpa, AP)/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۲۵, شنبه

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې وسله والو یوه تاریخي ودانۍ ویجاړه کړې ده. پر دې سربیره په دغه ایالت کې د طب د پوهنتون په یوه سرویس موټر کې د بمي برید په ترڅ کې یو شمیر محصلینې وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

https://p.dw.com/p/18qYv
انځور: picture-alliance/dpa

د ورکړل شوو رپوټونو په حواله برید کوونکي چې په سپکو وسلو سمبال ول، په زیارت نومي سیمي کې د نولسمې پیړۍ له لرګیو څخه جوړه شوې ودانۍ ته د شپې په نیمایي کې ننوتل. زیاته شوې ده چې هغوی په لومړی سر کې د ودانۍ یو ساتونکی ووژاه او له هغې وروسته یې د ودانۍ په دننه کې بمونه کیښول او بیا یې والوزوله.

د علي اصغر په نوم د پولیسو یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د «زیارت ریذیډینسي» په نوم دغه ودانۍ چې برنډه، ځمکه او باندینې برخه یې د لرګي څخه جوړه وه په بشپړه توګه سوځیدلې ده.

لا تر اوسه چارواکو د ودانۍ د ویجاړولو په تور څوک نه دي نیولي. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار، ژمنه کړې ده چې عاملین به د قانون منګولو ته وسپاري. دغه دوه پوړیزه ودانۍ چې په ۱۸۹۲م کال کې جوړه شوې وه، د بلوچستان د مرکز کوټې څخه د سویل ختیځ په لور په ۸۰ کیلومترۍ کې پرته ده.

د پاکستان موسس محمد علي جناح د پاکستان د جوړیدو وروسته په دغه ودانۍ کې د خپل ژوندانه وروستې شپې ورځې تیرې کړې وې. د محمد علي جناح د مرګ یو کال وروسته دغه ودانۍ د ملي یادګار په توګه ونومول شوه. چارواکو ویلي دي چې په دغه ودانۍ کې هغه فرنیچر چې جناح استعمال کړي ول او د ملي اثارو په نوملړ کې شامل کړل شوي ول، هم سوځیدلي دي.

د محصلینو په سرویس موټر کې چاودنه

د شنبې په ورځ د غرمې وروسته یو بم چې د طب پوهنتون د محصلینو په موټر کې ځای پر ځای شوی وو، یوولس نجونې وژلې دي. پر دې سربیره په دغه چاودنه کې نور ۱۷ تنه ټپیان شوي هم دي.

Pakistan Anschlag auf einen Bus in Quetta, Baluchistan
انځور: picture-alliance/dpa

د کوټې د پولیسو مشر زبیر محمود، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې وژل شوې کسان ټولې ښځې دي. هغه زیاته کړې ده چې د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.