1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکې برید ۷ تنه ووژل

AFP/ سید ریاض۱۳۹۲ خرداد ۱۸, شنبه

د پاکستان د شمال لویدیځ په قبایلي سیمه کې د یوې شکمنې امریکایي بې پیلوټه الوتکې برید اووه تنه یاغیان ووژل. د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د لوړې کولو وروسته نواز شریف د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د درولو غوښتنه کړې وه.

https://p.dw.com/p/18m7M
انځور: picture alliance/dpa

د ځایي چارواکو د وینا له مخې د شمالي وزیرستان د شوال سیمي د منګروټي په کلې بې پيلوټه الوتکو یو کور په نښه کړای دی. دغه ځای د میران شاه څخه د سلو کیلومترو په واټن پروت دی، چې د طالبانو او القاعدې د پاخه سنګر په توګه هم یادیږي.

د پاکستان یوه لوړ پوړي امنیتي چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي: «امریکایي بې پیلوټه الوتکې د یاغیانو پر یوه کور باندې دوه توغندي توغولي، چې لږ تر لږه اووه تنه وسلوال یې وژلي دي.»

یوه بل امنیتي چارواکي هم دغه پیښه او د مرګ ژوبلې شمیر تایید کړی دی، خو ویلې یې دي چې لا تر اوسه د وژل شوو کسانو هویت څرګند شوی نه دی.

د نوي حکومت د جوړیدو وروسته لومړی برید

دغه برید دوه ورځې وروسته له هغې تر سره کیږي، چې په پاکستان کې نواز شریف د دریم ځل له پاره د دغه هیواد لومړی وزیر وټاکل شو. د چهارشنبې په ورځ په پارلمان کې استازو ته په خپله لومړنۍ وینا کې نواز شریف له متحده ایالاتو څخه د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د درولو غوښتنه کړې وه. هغه ویلي وو: «موږه د نورو د ملي حاکمیت درناوی کوو نو هغوی باید هم زموږ ملي حاکمیت او آزادۍ ته درناوی ولري. دغه کمپاین باید د پای ټکی ومومي.»

په پاکستان کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته په بده سترګه کتل کیږي، خو واشنګټن بیا د پاکستان په قبایلي سیمو کې دغه بریدونه د طالبانو او القاعدې د جنګیالیو پر وړاندې جګړه کې مهمه وسیله بولي.

ویل کیږي چې د متحده آیالاتو سره به اړیکي د نواز شریف د کاري دورې مهمه برخه وي، په ځانګړې توګه په یوه داسې وخت کې چې ناټو د دولس کلنۍ جګړې وروسته له افغانستان څخه په راتلونکي کال کې خپل ځواکونه راباسي.