1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د رایې شمیرلو بهیر پیل شو

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ اردیبهشت ۲۱, شنبه

په پاکستان کې د ټاکنو مرکزونه د دغه هیواد په سیمه ییز وخت د ماښام په شپږو بجو وتړل شول. لومړنۍ پایلې ښيي چې نوازشریف او عمران خان تر نورو ډیرې څوکۍ گټلي دي.

https://p.dw.com/p/18WEK
Picture 5: Women in Capital Islamabad's polling station. Picture taken by Shakoor Raheem, Islamabad
Wahlen in Pakistan 2013انځور: DW

د ټاکنیزو مرکزونو تر تړل کیدو څلور ساعته وروسته لومړنۍ پایلې اعلان شوي دي. د لومړنیو پایلو له مخې عمران خان او نواز شریف د نورو په پرتله مخکښه دي. تر اوسه پورې اعلان شوی ده چې عمران خان په پېښور او نواز شریف د پنجاپ په سرگودها کې ټاکنې گټلي دي. د عمران خان او نوازشریف پلویانو د خپلو نوماندانو د بریا ادعا کړې دي.

د رای اچونې پاي

د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون مشر اشتیاق احمد، د شنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل: «د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو په لاره اچولو کې بریالی وو. موږ په پنجاب کې ډیر راې اچوونکي لارل.» دغه چارواکي همداراز د رایې اچونې د رسمي پای ته رسیدو اعلان هم وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکو ویلي دي چې د پاکستان په کراچۍ کې به ټاکنې تر سیمه ییزو وخت اتو بجو پورې دوام وکړي. په دې ولایت کې ټاکنې د نورو سیمو په پرتله ناوخته پیل شوې وې.

ښاغلي احمد په دقیقه توگه و نه ویل چې د پاکستان په ټاکنو کې څومره کسانو گډون کړی وو، خو هغه ټینگار وکړ چې د رای ورکوونکو شمیر «ډیر ښه» وو.

له بلې خوا په ټاکنو کې ښکیلو گوندونو پر یو بل باندې د بې نظمیو تورونه لگولي دي. دغه تورنه په خاصه توگه په کراچۍ کې ډیر دي. په دې ځای کې د پاکستان «جماعت اسلامي» گوند ټاکنې بایکاټ کړي دي. دې گوند «متحده قومي مومنت [تحریک]» گوند په دې سیمه کې په ټاکنیزو بې نظمیو تورن کړی دی.

د پاکستان د ټاکنو د کمیسیون مشر اشتیاق احمد، د ټاکنو د شفافیت په اړه وویل: «موږ به هیڅ څه هم پټ نه کړو. که موږ له کوم ټاکنیز مرکز څخه شکایت ولرو، نو موږ به یې په پام کې ونیسو.» ښاغلي احمد د پاکستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې د ټاکنو د شفافیت له پاره به ټول لازم اقدامات وکړي. هغه وویل: «تاسو ډاډه ووسئ. د ټاکنو د شفافیت په برخه کې به هیڅ ډول مصالحه و نه شي.»

لومړنۍ پایلې: عمران خان او نواز شریف تر نورو مخکې دي

لومړنۍ پایلې ښيي چې د پاکستان پخوانۍ صدراعظم نوازشریف، او د دې هیواد پخوانۍ کرکیتر عمران خان، د نورو نوماندانو په پرتله په ټاکنو کې مخکښه دي.

د پاکستاني رسنیو په حواله د عمران خان گوند د پاکستان د پارلمان د ۲۷۲ څوکیو له ډلې څخه تر اوسه پورې ۵۰ گټلې دي. په داسې حال کې چې ویل کیږي نواز شریف د عمران خان په پرتله ډیرې څوکۍ گټلې، خو بیا هم اټکل کیږي چې هغه به په پنجاب کې ۱۵ څوکۍ عمران خان ته وبایلې.

د ټاکنو پر مهال تاوتریخوالی

که څه هم د پاکستان د ټاکنو په ورځ د دغه هیواد په بیلابیلو برخو کې بریدونه تر سره شول، خو بیا هم ډیر شمیر پاکستانیان د رایې اچوونې مرکزونه ته ولاړل، او خپلې رایې یې وکارولې. د ټاکنو پر ورځ د یاغیانو بریدونو شاوخوا ۲۰ پاکستانیان ووژل او یو شمیر نور یې ټپیان کړل.

تر دې مخکې پاکستاني طالبانو د دغه هیواد ټاکنې غیرې اسلامې بللې وې او گواښ یې کړی وو چې د پاکستان پر ټاکنو باندې به ځانمرگي بریدونه وکړي. د طالبانو د دغو گواښونو پر وړاندې د پاکستان حکومت هم غبرگون ښوولی دی او خلکو ته یې ډاډ ورکړی دی چې د ټاکنو امنیت به ونیسي. د شنبې ورځې د ټاکنو پر مهال شاوخوا ۶۰۰۰۰۰ امنیتي ځواکونو د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې د دغه هیواد د ټاکنیزو مرکزونو امنیت نیولی وو.

د پاکستان د شنبې د ورځې ټاکنې د شاوخوا ۱۳۰ تنو د ژوند په بیه تمامې شوې. د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال هم یاغیانو ډیر بریدونه تر سره کړي ول. ځینې کسان د پاکستان ورستۍ ټاکنې د دغه هیواد په تاریخ کې تر ټولو خونړۍ ټاکنې بولي.

د طالبانو پر گواښونو سربیره هم ډیرو کسانو خپلې رایې و کارولې

یوه عام پاکستاني علي خان، د پېښور په یوه ټاکنیز مرکز کې د خپلې رایې د کارونې پر مهال وویل: «هو ویره موجوده ده، خو موږ څه کولای شو. یا خو موږ په خپلو کورونو کې پاتې کیدای شو او پریږدو چې ترهگرۍ دوام پیدا کړي، او یا خو دا چې موږ له خپلو کورونو څخه راووځو او خپلې رایې وکاروو ترڅو داسې یو حکومت په کار شي چې د ترهگرۍ ستونزه له منځه یوسي.»

ښایي د شنبې په ورځ ډیر شمیر پاکستانیانو د علي خان په څیر فکر کاوه، ځکه د دغه هیواد د ټاکنیزو چارواکو په حواله په دغه ټاکنو کې ډیر شمیر پاکستانیانو خپلې رایې کارولي دي. دا چې د مطرح ولاړو نوماندانو له ډلې څخه کوم یوه یې ډیرې رایې گټلې دي ښایي څو ساعته ورسته روښانه شي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب