1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: د افغانستان د سولې په اړه غونډه وشوه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۸, جمعه

پاکستاني، افغان او امریکایي چارواکو وویل چې اوس پر دې موضوع باندې خبري کوي چې څرنګه د افغانستان او پاکستان تر منځ پوله کې هغو یاغیانو ته د مصئونه تگ را تگ امکانات برابر کړي چې غواړي د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

https://p.dw.com/p/14m3U
انځور: dapd

دغو چارواکو زیاته کړه چې د دې درې هیوادونو د کارپوهانو یوه ډله به د هغو یاغیانو له پاره چې غواړي د سولې له بهیر سره یو ځای شي د مصئونه تگ را تگ د امکاناتو د برابرولو پر طرح باندې کار وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاوید لودین، وویل چې باید هغو طالبانو ته چې غواړي د سولې له بهیر سره یو ځای شي لاسرسي اسانه وي:

«موږ باید دا وړتیا ولرو چې هغه طالبان پیدا کړو چې غواړي د سولې له بهیر سره یو ځای شي. موږ باید دغو کسانو ته د مصئونه تگ را تگ امکانات برابر کړو. موږ باید هغوی ته داسي یو محیط برابر کړو چې هغوی پکښې ځان امن وگڼي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.»

له تیرو دوو ورځی را په دیخوا افغان، پاکستاني او امریکايي استازې په اسلام آباد کې سره په خبرو اترو بوخت دي. دغه چارواکي د افغانستان د سولې د بهیر او د امریکا او پاکستان د اړیکو د ښه کولو په اړه سره خبرې اترې کوي.

د پاکستان او افغانستان له پاره د امریکا ځانگړي استازي مارک گروسمن، د امریکایي پلاوي مشري پر غاړه درلوده. هغه د تیر کال د نومبر میاشتې راهیسي لومړی امریکايي لوړپوړی چارواکی دئ چې پاکستان ته ئې سفر کړی دئ. په دې وخت کې د ناټو یوې الوتکې د پاکستان او افغانستان تر منځ په پوله کې ۲۶ پاکستاني سرتیري ووژل چې له کبله ئې د پاکستان او امریکا اړیکې تر بل هر وخت ډیرې خړې پړې شوې.

په پلان کې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې به د ناټو ټول جنگي سرتیري له افغانستان څخه ووځي. اوس متحده ایالات غواړي چې د سولې له لارې د افغانستان روان کړکیچ ته د پای تکی کیږدي او له همدې کبله غواړي له طالبانو سره د سولې خبرې اتري وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاوید لودین، وویل چې افغان حکومت هغو طالبانو ته چې غواړي د سولې له بهیر سره یو ځای شي د مصئونه تگ را تگ د امکاناتو له برابرولو څخه هر کلی کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت چارواکي جلیل جلالي هم وویل چې د داسي یوې ډلې جوړول چې د مصئونه تگ را تگ پر طرحې باندې به کار وکړي یوه لویه لاسته راوړنه ده.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض