1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د سیاستوالو نیول کیدل: حساب کتاب که انتقام؟

۱۳۹۸ خرداد ۲۲, چهارشنبه

له ۲۴ ساعتونو څخه په کمه موده کې د درو مهمو پاکستاني سیاستوالو د نیول کیدو خبرونو د پاکستان سیاسي وضعیت له یو ډول لوړو او ژورو سره مخامخ کړی. په نیولو شویو کسانو کې پخوانی ولسمشر آصف علي زرداي هم شامل دی.

https://p.dw.com/p/3KDlh
Pakistan | Ex-Präsident Asif Ali Zardari verlässt Gerichtsgebäude
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. K. Bangash

د پاکستان له سند ایالت څخه د دغه هیواد د پخواني ولسمشر آصف علي زرداري د نیول کیدو پر ضد د احتجاجونو رپوټونه ورکول کیدل چې د پاکستان د حساب ورکولو د ملي ادارې (نېب) چارواکو د «مسلم لیګ نون» یو سیاستوال حمزه شهباز، هم ونیوه. حمزه شهباز د پنجاب د ایالتي پارلمان د اپوزیسیون مشر او د پخواني صدراعظم نواز شریف، وراره دی. پلار یې شهباز شریف څو وارې د پنجاب لومړی ایالتي وزیر پاتې شوی دی.

د حمزه شهباز شریف د نیول کیدو په هکله لا تبصرې روانې وې چې په لندن کې د متحده قومي موومنټ (MQM) د بنسټ ایښودونکي الطاف حسین، د نیول کیدو رپوټ ورکړل شو.

الطاف حسین له ډیرې مودې راهیسې له سیاسي لحاظه غیر فعاله شوی دی، خو د پاکستان پیپلز ګوند د سیاستوال آصف علي زرداري تر نیول کیدو وروسته د سند په یو شمیر ښارونو کې خلک قهریدلي دي. د حمزه شهباز د نیول کیدو پر ضد هم د هغه ملاتړو احتجاج کړی دی.

د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) ګوند د وزیرانو په آند، له دغو نیونو سره د قانون حاکمیت غښتلی شوی او په خبره یې د فساد پر ضد د عمران خان سخت دریځ نتیجه ورکوي.

خو د سیاسي چارو شنونکی امتیاز عالم، وایي چې د اپوزیسیون د سیاستوالو پر وړاندې جوړې شوې دوسیې یوازې تورونه دي او لا تر اوسه په اثبات نه دي رسیدلې. د هغه په آند دغه نیونې د مسلم لیګ (ن) او پاکستان پیپلز ګوند یو او بل ته د نزدې کیدو او ګډ احتجاجي کمپاین د پیلیدو له پاره مرسته کوونکې ثابیتدای شي.

د امتیاز عالم په وینا د شهباز شریف نیول کیدو له واکمني حاکمي دستګاه څخه د کومې مرستې د ترلاسه کیدو امکانات له منځه وړي وو او اوس د حمزه شهباز نیول کیدو پر دې باندې د تائید مهر لګولی دی چې د پخلاینې پاتې هیلې هم له منځه تللي دي.

امتیاز عالم په دې آند دی چې د سیاستوالو نیول به په اقتصادي ډګر کې د حکومت له ناکامیو څخه د یوې مودې له پاره هرومرو د رسنیو توجه واړوي، خو په راتلونکو ورځو کې به د بیو لوړوالي او بې روزګارۍ په څیر ننګونې د اپوزیسیون په غورځنګ کې د نوې ساه د رامنځ ته کیدو سبب شي.

د دفاعي چارو شنونکي متقاعد ډګرمن فاروق حمید، دویچه ویله ته ویلي دي چې دا خبره رښتیا ده چې په اوسني وضعیت کې د پیپلز ګوند او مسلم لیګ (ن) ګډ درد د یوه احتجاجي غورځنګ په چوکاټ کې رانغښتلی شي، خو په خبره یې د دې تحریک د بریا امکانات ډیر کم دي. د هغه په خبره باید ولیدل شي چې د پاکستان ولس د فساد او پیسو سپینولو په قضیو کې د شکمنو ښکیلو سیاستوالو ملاتړ کوي او که نه.

د فاروق حمید په خبره داسې نه بریښي چې د پاکستان حاکمه دستګاه دې د حکومت مخالفو سیاستوالو سره کومې پخلاینې ته غاړه کیږدي. هغه وایي چې ښایي په راتلونکو ورځو کې نه یوازې شهباز شریف بلکه د پاکستان تحریک انصاف ځیني مشران هم نیول کیدی شي.

آیا په پاکستان کې تل د حساب کتاب په نوم سیاسي انتقام اخیستل کیږي او یا واقعا د فساد د ختمولو له پاره د لومړي ځل له پاره دوه سترې سیاسي کورنۍ د قانون منګولو ته لویږي؟ امتیاز عالم په دې هکله وایي چې په پاکستان کې نظام برمته شوی دی او د ملکي واکمنۍ لاس برتوب ته لا اوږد مزل پاتې دی. هغه وایي چې دغه څه تر هغه وخته نه شي ممکن کیدای چې ولس د خپلو اساسي حقونو له پاره راپورته نه شي. د سیاسي چارو د دغه شنونکي په وینا تر هغه وخته چې د جمهوریت غږ پورته کوونکي ګوندونه جوړ جاړی پرې نه ږدي او مخ پر وړاندې ګام وا نه خلي، د دولت اساسي نقش او ملکي او پوځي ناانډولتیا نه شي سیمدای.

تنویر شهزاد/ لاهور