1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د پښتنو د حقونو غورځنګ مخ پر پراخېدو دی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۴, سه‌شنبه

د پاکستان قدرتمن پوځ چې له اوږدې مودې راهیسې پرې د یاغیانو د یو شمیر ډلو ټپلو د ملاتړ تور پورې کیږي، له یوه نا اټکل شوي چيلينج سره مخامخ دی: یو اغیزناک پښتون ځوان چې نه غواړي چوپتیا غوره کړي.

https://p.dw.com/p/2wYXa
Pakistan Sadiq Zharak in Quetta
انځور: shal.afghan

د فرانسې خبري آژانس په خپل یوه تفصیلي رپوټ کې لیکلي دي چې د منظور پښتین تر شا هغه خلک راټول شوي دي چې د پوځ له لوري د تبعیضي چلن او غیر قانوني وژنو پر وړاندي خپله غوسه ښيي.

د هغوی په سونو زره کسان یوه لسیزه وړاندې د افغانستان پولې ته څیرمه هغه وخت له خپلو کورونو ووتل چې د پاکستان پوځ هلته عملیات پیل کړل. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) بیا وايي چې دغه عملیات د هغو یاغیانو پر وړاندې انتخابي عملیات ول چې په ۲۰۰۱م کال کې یې د امریکا په مشرۍ په افغانستان کې د طالبانو تر راپرځولو وروسته هلته پناه اخیستې وه.

د واشنګټن او کابل د تورونو په څیر د پي ټي ام، فعالان وایي چې د پاکستان پوځ اوس هم د تندلارو پټنځایونو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې بریدونه تر سره کوي او هغه یاغیان په نخښه کوي چې د پاکستان پر ضد یې ټوپک راپورته کړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۶ کلن مشر منظور پښتین، له فرانسې خبري آژانس سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي ول: «دا پالیسي... زموږ له پاره ډیره خطرناکه ده.»

د هغه په خبره دغه پالیسې د پښتنو قبایلي دود ته بدلون ورکړی دی چې د امنیتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ د متقابلو نښتو په ترڅ کې ملکیان ډارول کیږي، وژل کیږي او یا هم تښتول کیږي. کارپوه مایکل سیمپله، وایي چې د پښتین غورځنګ د یاغیانو پر وړاندې د پاکستان د پوځ د جګړې روایت له یوه عجیب چيلينج سره مخامخ کړی دی، ځکه چې هغه آواز یې پورته کړی چې پخوا څنډې ته شوي وو.

په بیلفاست کې له کیونز پوهنتون څخه پروفیسر سیمپله، وایي: «دا د دوه مخیزي لوبې یوه کمزورې نقطه پاتيږي ـ ـ حقیقي خلک هلته اوسیږي او ویني چې څه تیریږي.» د هغه په خبره دغه غورځنګ په اصطلاح تخم شیندي.

د یکشنبې په ورځ په لاهور ښار کې د پي ټي ام، زرونو پلویان له دې شعار سره چې «د ترهګرۍ تر شا د وردۍ (یونیفورم) لاس دی» راټول شوي ول. نوموړي خبري آژانس لیکي دي چې دا د پام وړ صحنه وه، ځکه چې د امنیتي دستګاه پر وړاندې دغسې تورونو لګولو ته د خطرناکې سرې کرښې په توګه کتل کیږي چې ځینو ترې پښه واړوله. 

Manzoor Pashteen
منظور پښتین، د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشرانځور: DW/Shah Meer Baloch

د لاهور غونډه د ځایي چارواکو پر مخالفت سربیره تر سره شوه، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ته یې په رسمي ډول د هغې اجازه نه وه ورکړې او ځیني ملاتړي نیول شوي هم ول.

له کلونو راهیسې امریکا متحد ایالات او ځیني نور هیوادونه پاکستان په دې تورنوي چې افغان طالبانو ته یې په قبایلي سیمو کې پټنځایونه ورکړي. خو اسلام آباد په مکرر ډول دغه تورونه رد کړي دي.

پاکستان وایي چې په سیمه کې یې بیل بیل پوځي عملیات تر سره کړي، د پولې د کنترول د سختولو له پاره يې ګامونه اخیستي او د یاغیانو له لوري په زرونو وژل شوي کسان د پاکستان د قربانۍ د ثبوت په توګه یادوي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غور، له فرانس پرس خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «هیڅ کوم پوځ د ترهګرو ملاتړ نه شي کولی چې د هغوی پر وړاندې یې په بې زړه سوې جګړه کړي وي.»

خو دغه تورونه لا پر ځای پاتې دي. په جنوري میاشت کې سپینې ماڼۍ د دغو تورونو پر سر پاکستان ته امنیتي مرستې وځنډولې.

په تیرو کلونو کې په امنیتی برخه کې پر پرمختګ سربیره هم قبایلي سیمو ته بهرنیان او خبریالان نه شي ورتلی چې د دغو ادعاو تائیدول ستونزمنوي.

منظور پښتین وایي چې له ۲۰۰۱م کال کې راهیسې د جګړې په پایله کې د رامنځ ته شوو ګډوډیو په ترڅ کې یې لږ تر لږه د کورنۍ ۴۰ غړي او دوستان وژل شوي دي. هغه دا ادعا هم کوي چې د دوی اړونده نور ۳۰ تنه تښتول شوي هم دي. د هغه نور پلویان هم دې ته ورته د زیان خبره کوي.

په لومړي سر کې د پښتین اهداف ساده ول. کله چې هغه او د ملګرو یوې کوچنۍ ډلې په جنوري میاشت کې د اسلام آباد پر لور «لانګ مارچ» پیل کړ نو د ۱۵۰ کسانو نوملړ ورسره وو چې احتمالا د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري بیول شوي دي. هغوی هیله درلوده چې دغه کسان اړونده چارواکو ته وسپارل شي.

خو دغه غوښتنه کومه نوې غوښتنه نه وه. په پاکستان کې د بشري حقونو فعالان له کلونو راهیسې دا غوښتنه کوي چې د جبرې لادرکه کیدو پیښو ته دې د پای ټکی کیښودل شي. خو په جنوري میاشت کې په کراچۍ ښار کې د یوه پښتون ځوان بې له محاکمې وژل چې په ټولنیزو رسنیو کې یي شهرت درلود، د دې سبب شوه چې په زرونو کسان د پښتین تر شا ودریږي.

خو کارپوه رفیع الله کاکړ، وایي: «هغه لوی شی چې (غورځنګ) تر لاسه کړ د ویرې د فضا ختمول ول.» خو د پاکستان په عامه رسنیو کې د دغه غورځنګ په هکله رپوټونه نه ورکول کیږي.

د پي ټي ام، په غوښتنو کې پر نورو سربیره د لادرکه شوو کسانو او غیر قانوني وژنو په هکله د څیړنو او همداشان د هغوی په خبره د تلاشیو په پوستو کې د پښتنو بې ځایه ربړولو ته دې د پای ټکی کیښودل شي.

خو په عین وخت کې د پاکستان پوځ پر هغوی باندې د دوی له دښمنانو سره د یوځای کیدو تور هم پورې کوي. د فرانسې خبري آژانس د پاکستان د پوځ ویاند آصف غفور له قوله لیکلي: «هغوی ځوان او ساده پښتانه دي چې د دښمنو ځواکونو له لوري ناوړه ګټه ځني اخیستل کیږي.»