1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

پاکستان کې کې د کرونا دریمه څپه او ډک جوماتونه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۷, جمعه

په پاکستان کې د کرونا ویروس د خپريدو د مخنیوي له پاره د دغه هيواد پوځ هم لاس په کار شوی دی، ښوونځي او رستورانټونه تړل شوي، دوکانونه وختي بنديږي، خو جوماتونه لا هم په ټول پاکستان کې ماښام او ماخوستن له لمونځ کونکو ډک وي.

https://p.dw.com/p/3t5r7
Bildergalerie Ramadan
انځور: Fayaz Aziz/Reuters

د پاکستان په جوماتونو کې د لمونځ کوونکو ګڼه ګوڼه د دغه هیواد په یو شمیر اوسیدونکو کې دا اندیښنې راولاړې کړي چې دا به د کرونا ويروس د لا خپریدو سبب واقع شي.

د فرانسې خبري آژانس لیکي، په هندوستان کې د کرونا د سخت او وژونکي وضعيت تر راتلو وروسته، پاکستاني چارواکو هم ټولنیز محدودیتونه لا سخت او د راتلونکي اختر په ورځو کې پر سفرونو بنديز لګولی دی. خو پر مذهبي غونډو باندې يې ځانونه نانګاره اچولي دي.

داکټر سعیدالله شاه چې د کرونا ناروغانو په يوه روغتون کې کار کوي د فرانسې خبري آژانس ته وايي: «په دې برخه کې د مذهبي ډلو د غبرګون څخه ډيره انديښنه موجوده ده.» شاه پر حکومت نیوکه وکړه: «دا ډير ضعیف حکومت دی. هر څه نیمګړي دي.»

مولانا محمد اقبال رضوي چې په راولپنډۍ کې د تاریخي مرکزي جامع جومات مشري کوي وايي چې مسلمانان لږ ويره لري او هندوستان سره مقایسه کول يې رد کړل. هغه زیاتوي: «هغوی بې عقیدې دي او موږ مسلمانان یو. خدای ته توبه کول زموږ ایمان دی خو هغوی توبه نه کوي. همدا يې علت دی.»

Pakistan Lahore Coronavirus
په پاکستان کې د کرونا ۸۴۰ زره مثبتې پیښې ثبت شوي چې له دغې ډلې ۱۸۵۰۰ کسان مړه ديانځور: picture-alliance/Zumapress

د پاکستان صدراعظم عمران خان د پنجشنبې په ورځ وويل: «په هندوستان کې خلک د سړکونو په سر مړه کیږي... خدای د نورې نړۍ په پرتله پر موږ مهربان دی.» خو هغه بیا هم پر احتیاط ټينګار وکړ او ويې ویل: «راتلونکې اوونۍ زموږ له پاره ډيره مهمه ده. موږ باید د کرونا پيښې راښکته کړو.»

اشفاق احمد چې تازه له بریتانيا څخه پاکستان ته تللی وايي چې هغه ټکان وخوړ کله چې يې په جوماتونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ولیده چې پرته له کومې اندیښنې یا ابتدايي سپارښتنو لکه د واټن رعایت لمونځونه کوي. هغه وايي: «داسې ښکاري چې دلته خلک په بشپړه توګه انکار کوي.»

له دغو ټولو سره سره پاکستاني چارواکي د کرونا ویروس د خپريدو د مخنيوي په موخه پر يو لړ سپارښتنو ټينګار کوی چې باید رعایت شي. د پاکستان د مذهبي چارو د وزارت یو ویاند عمران صدیقی وويل: «که چیرته داسې يو ځای چې هلته باید کرونايي سپارښتنې په نظر کې ونيول شي، نو هغه جوماتونه دي.»

خو هغه وايي چې په جوماتونو کې دغه سپارښتنې ښې مراعاتيږي: «زه کولی شم تاسو يوه جومات ته نژدې مارکيټ ته بوځم تاسو کولی شي په خپله ووینۍ چې خلک د مارکيټ پر ځاي په جوماتونو کې سپارښتنې ښې عملې کوي.»

په پاکستان کې د کرونا ۸۴۰ زره مثبتې پیښې ثبت شوي چې له دغې ډلې ۱۸۵۰۰ کسان مړه دي، خو ډیری کسان د دې ویره لري چې د لږ تیستونو او د روغتیا ضعیف سکتور له امله به واقعي ارقام تر دې لوړ وي.

آ./م.ک.ص./ا.ا.