1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې پر نجلۍ د جنسي تیري امر کوونکي نیول شوي

۱۳۹۶ مرداد ۴, چهارشنبه

د پاکستان چارواکو ویلي دي چې پولیسو د دغه هيواد په ختیځ کې د یوه کلي د شورا ۲۰ غړي له هغه وروسته نیولي دي چې پر یوې ځواني نجلۍ یې د «غچ اخیستلو له پاره د جنسي تیري» امر کړی وو.

https://p.dw.com/p/2hAke
Indien Pakistan Symbolbild Vergewaltigung
انځور: Getty Images

د ځایي پولیسو مشر سلیم خان نیازي د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د سه شنبې په ورځ د پاکستان په ملتان ښار کې چې په پنجاب ولایت کې پروت دی، پر یوې ۱۷ کلنې نجلۍ باندې جنسي تیری شوی دی.

نیازي زیاته کړې ده چې د کلي شورا پر دغې نجلۍ باندې ځکه د جنسي تیري امر وکړ چې ویل کیږي د هغې ورور پر یوې بلې تنکۍ نجلۍ باندې د جنسې تیري امر کړی وو.

په پاکستان کې د کلیو شورا ګانې ډیر وخت د قضایي قوې کار کوي. ډیر خلک ځکه دغو شوراګانو ته مراجعه کوي چې د هیواد قضايي قوه يې ضعیفه ده او دوسیې پکې ډیر وخت ځنډیږي، خو ډیر وخت د دغو شوراګانو پر پریکړو باندې نیوکې کیږي. حکومت دغه شوراګاني قانوني نه بولي خو په ټولنه کې بیا د هغوی پلویان ډیر دي.

نیازي روښانه کړه چې د کلي د شورا مشر چې د جنسي تیري امر یې کړی وو، نیول شوی دی خو پخپله تیری کوونکي بیا له سیمې څخه په تیښته بریالی شوی دی. پولیسو د هغه د نیولو له پاره په سیمه کې عملیات پيل کړي دي.

د پنجاب د ایالتي وزیر شهباز شریف، له دفتر څخه په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې هغه پولیسو ته د شورا د نورو غړو د نیولو امر کړی او ویلي یې دي چې پر دغو کسانو باندې باید د ترهګرۍ ضد قوانینو له مخې تورونه ولګول شي.

دغي پیښې د بشري حقونو د فعالانو سختې نیوکې راپارولې دي. مدافع وکیلې اسما جهانګیر، بیا پر حکومت باندي غږ کړی چې په جزايي قوانینو کې بدلون راولي او دغه شان شوراګاني له منځه یوسي.

په تیرو وختونو کې د کلیو شوراګانو په ځانګړې توګه د ښځو پر وړاندي سختې پریکړې کړې دي. ډیر وخت د کورنیو تر منځ شخړو د له منځه وړلو له پاره هم د دغو شوراګانو د پریکړو له مخې نجونې یوې او بلې کورنۍ ته ورکول کیږي.

زموږ له ارشيف څخه: