1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په پاکستان کې یوه ځانمرګي برید دوه پوځیان وژلي

۱۳۹۶ تیر ۲۶, دوشنبه

په پاکستان کې یوه ځانمرګي برید د دوشنبې په ورځ د یوه افسر په ګډون دوه پوځيان وژلي او نهه تنه نور یې ټپیان کړي دي. طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.

https://p.dw.com/p/2gdjg
Pakistan Selbstmordanschlag in Mardan
انځور: picture-alliance/Anadolu Agency/M. Asad

د پولیسو یوه چارواکي عمران ملک، ویلي دي چې پیښه په پیښور کې رامنځ ته شوې. دغه چارواکي روښانه کړې ده چې برید کوونکی پر یوه موټرسایکل باندې سپور وو.

د تحریک طالبان پاکستان ډلې د برید پړه منلې ده. د دې ډلې ویاند محمد خرساني په دې اړه رسنیو ته یوه بیانیه هم استولې ده.

برید تر هغه یوه ورځ وروسته کیږي چې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د یو لړ نویو عملیاتو د په لاره اچولو اعلان وکړ. د دغو عملیاتو هدف له سیمه څخه د اسلامي دولت ترهګرې ډلې غړو پاکول ښوول شوي دي.

په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت ډله ډیر پراخ حضور نه لري خو وخت ناوخت د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخلي. دغه ډله بیا د نورو سیمو په پرتله د افغانستان په ننګرهار ولایت کې ډیر فعالیت لري.