1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې یوې چاودنې ۱۲ کسان ووژل

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۲, یکشنبه

د پاکستان په پاړه چنار سیمه کې د یوې چاودنې له کبله لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان دي. چاودنه د پاکستان په یوې داسې سیمې کې رامنځ ته شوې ده چې ډیر شمیر اوسیدونکي یې شعیه مسلمانان دي.

https://p.dw.com/p/1HMcA
انځور: picture-alliance/dpa/J, Absullah

د پاړه چنار د عیدګاه په نوم بازار کې د دغې چاودنې له کبله د وژل شویو کسان شمیر کیدای شي تر دې هم لوړ وي. د کرم اېجنسۍ سیاسي مسوول امجد علي خان، ویلي دي: «لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپیان دی.»

د پولیسو دوو لوړپوړو چارواکو د نوم د نه خپریدو په شرط پیښه تایید کړې ده. د هغوی له ډلې څخه یوه یې ویلي دي: «د بمونو د خنثی کولو یوه ډله اوس سیمې ته رسیدلې ده چې د چاودنې څرنګوالی روښانه کړي.»

سیمه ییزو رسنیو د چاودنې د سیمې انځورونه ښولي دي چې په کې یو شمیر کسان د چاودنې له کبله د تیښتې په حال کې لیدل کیږي.

د ټپي شویو کسانو یوه معالج ډاکټر د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د ډیر شمیر ټپي شویو کسانو وضعیت د اندیښنې وړ دي او کیدای شي چې د چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر تر دې هم لوړ شي.

لا تر اوسه پورې د پیښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو د پاکستان کې په دغې برخې کې ډیر وخت پر شیعه مسلمانانو باندې ډزې کیږي. د پاکستان له ۲۰۰ میلیوني نفوس څخه ۲۰ څه نا څه شل سلنه یې شیعه مسلمانان دي.

که څه هم د تیر کال دسمبر میاشتې راهیسې په ټول پاکستان کې د امنیت له دې کبله ښه شوی دی چې د دې هیواد پوځ په ټول هیواد کې د یاغیانو پر ضد پراخ عملیات په لاره واچول خو بیا هم وخت نا وخت دغه شان پیښې رامنځته کیږي.