1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ۲۳ تنه په يوې ترافيکي پيښه کې وژل شوي دي

۱۳۹۸ شهریور ۳۱, یکشنبه

د پاکستان په پيښور ښار کې د يوې ترافيکي پيښې په پايله کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۸ تنه نور ټپيان دي. په پاکستان کې وخت ناوخت خونړۍ ترافیکي پیښې رامنځ ته کیږي.

https://p.dw.com/p/3Q2ls
Busunglück in Pakistan
انځور: Rizwan Tabassum/AFP/Getty Images

د پاکستان سيميزو ادارو رپوټ ورکړی چې دغه ترافيکي پيښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د مسافرو يو ليږدونکی بس له يوې تيږۍ سره ټکر شو. بس له ټکر وروسته يوې تنګې درې ته غورځيدلی دی.

په وژل شویو کسانو کې څلور ښځې او شپږ ماشومان هم شامل دي. پوليسو ويلي دي چې د ټپيانو په ډله کې شپږ تنه د سختو ټپونو له امله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي. دغه پيښه د پاکستان په شمال کې د «بابوسر» په نوم سيمې ته نژدې پر يوې غرنيزې لاره باندې رامنځ ته شوې ده.

په پاکستان کې د ډیرو تلفاتو لرونکو ترافيکي پيښو شمیر لوړ دی. دغه هيواد د نړۍ په کچه د ترافيکي پيښو لوړ ميزان لري. لامل يې د سړکونو خرابوالی، د موټرو ډير زوړوالی او د موټرچلونکو بې احتياطي ښودل کيږي.

د پاکستاني ادارو د رسمي ارقامو له مخې، هر کال په دغه هيواد کې شاوخوا ۴۰۰۰ کسان په ترافيکي پيښو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

(ks/ms (afp