1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پنجشير او اندراب کې څه تیريږي؟

۱۴۰۱ اردیبهشت ۲۲, پنجشنبه

د پنجشير او د بغلان د اندراب ولسوالۍ اوسيدونکي وايي چې طالبانو د خلکو کورونه په سنگرونو بدل کړي او ملکیان یې شکنجه او په «ډزو یې وژلي» دي. خو طالبان دغه ادعاوې ردوي او وايي چې په سيمه کې يوازې «تصفيوي عملیات» روان دي.

https://p.dw.com/p/4BDRJ
Afghanistan I Die Provinz Panjshir unter der Taliban
انځور: Bilal Guler/AA/picture alliance

په پنجشير او د بغلان ولایت په اندراب کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ تر نښتو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې له غير نظامي کسانو سره د طالبانو د ټکان ورکوونکي چلن ناتائيد شوي عکسونه او ويديوګانې لاس په لاس کیږي. په دې سيمه کې رسنۍ او يا هم خپلواک بنسټونه فعاليت نه لري څو وضعيت له نزدې وڅاري. تلیفونونه هم سم کار نه کوي.

د بغلان د اندراب ولسوالۍ يوه تن اوسيدونکي مختار اندرابي له دویچه ويله سره په خبرو کې د دې ولسوالۍ د اوسيدونکو وضعيت ناوړه بللی دی. هغه ادعا کوي چې طالبانو دوی ته د مقاومت جبهې له غړيو سره د تلفاتو تر رسيدو وروسته، د ملکي خلکو په ځورولو او شکنجه کولو لاس پوری کړی.

هغه وويل: «د طالب جنګيالو له خوا پر خلکو شکنجه جريان لري. پر خلکو فشار اچول کيږي چې د مقاومت جبهې غړي دې ته وهڅوي چې له جګړې لاس واخلي او له غرونو راکښته شي.»

اندرابي وويل: «خلکو ته ګواښونه کيږي چې په اجباري توګه به کډه کیدو ته اړ شي، دمګړۍ یې د زياتره خلکو کورونه په خپلو سنګرونو بدل کړي او په هره ساحه کې نښتې رامنځته کيږي. د سيمې خلک له شکنجې سره مخ دي.»

څو ورځې تر مخه چې کله د مقاومت جبهې طالبانو ته د تلفاتو رسولو خبر ورکړ نو د طالبانو ویاندويانو په لومړي سر کې د هر ډول نښتو خبرونه رد کړل خو بيا وروسته یې تائید کړه چې په دې سیمه کې «تصفيوي عملیات» ترسره کیږي.

Afghanistan, Panjshir | Widerstandskämpfer gegen die Taliban bei einem militärischen Training
انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

اندرابي وويل: «څو ورځې تر مخه تر هغه وروسته چې طالبانو په قاسان سيمه کې تلفات تجربه کړي ول او بيا سيمې ته راغلل نو ډېر خلک یې شکنجه کړل او ځيني یې آن د خپلو خپلوانو د سترګو پر وړاندې په ډزو ووژل.»

په پنجشير کې هم ځیني سرچينو د لا ناړوه وضعيت څخه خبره کړې او ان د غير نظاميانو د شکنجه کولو او په ډزو د وژلو خبر یې ورکړی دی.

د پنجشير ولایت يو اوسيدونکی چې د رحيمي په مستعار نوم یې خبرې کولې، وويل چې د «غير انساني چلن» او د پنجشير په دره ولسوالۍ کې یې د جګړو د شدت له کبله خپل کور ترک کړی او د پنجشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی دی.

دې کس په داسې حال کې چې غږ یې لړزيده، د تلیفون له لارې وويل: «نه پر سپين ګيري رحم شوی او نه هم پر ځوان او بزګر. خلک د دوی [طالبانو] له لاسه غرونو او خطرناکو ځايونو ته تښتيدلي دي. په اصل کې هلته رحم او انسانيت له منځه تللي.»

رحيمي زیاته کړه چې دا چې د مقاومت جبهي غړي په سيمه کې ښه بلد دي، نو طالبانو ته ډېر تلفات اوښتي دي: «او کله چې د طالبانو لاس هغوی [مقاومت جبهي کسانو] ته ونه رسي نو غچ یې له بې ګناه خلکو اخلي.»

هغه وويل چې يوازې په دره ولسوالۍ کې د ۶۰ تر۷۰ په شا او خوا کې کورنيو خپل کورونه ترک کړي دي او په لیرو پرتو کليو او يا غرونو کې یې پناه اخیستې ده.

دې وضعيت په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د استازولۍ د مشر غبرګون هم پارولی دی. په افغانستان کې د اروپايي اتحادیې د استازولۍ مشر اندرياس فون برانت د تويتر له لارې په پنجشير کې د طالبانو له خوا له غير نظاميانو سره د بد چلن او وژنې د رپوټونو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.

په پنجشير کې له مقاومت جبهې سره تړاو لرونکي يوه کس چې منيب احمد نوميږي، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې په دې تېرو څو ورځو کې طالبانو يوازې په اندراب ولسوالۍ کې «لس ملکيان په ډزو وژلي او په لسونو نور یې شکنجه او زنداني کړي دي.»

د مقاومت جبهې دا غړی وايي چې دمګړۍ خلک نه شي کولی د ورځني ژوند چارې پر مخ يوسي: «طالبان پکې توپير نه کوي چې سپين ګيري دي که ماشومان او که ځوان، ټول ځوروي. خلک اوس نه شي کولی له خپلو کورونو را ووځي او د ورځني ژوند چارې پر مخ يوسي.»

خو طالبان نه يوازې له ملکيانو سره دا ډول چلن بلکې په ټولیزه توګه د مقاومت جبهې شتون او له هغوی سره نښتې ردوي.

د طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد وويل: «دا ادعاوې حقيقت نه لري. د ځينو خلکو تبليغات دي. هلته زموږ مجاهدين پوستې لري او دې ته اړتيا نه لري چې د خلکو له کورونو د سنګرونو په توګه کار واخلي. هلته جګړه نشته چې موږ سنګر ته اړتیا پيدا کړو.»

د طالبانو پر وړاندې پوځي مخالفتونه څومره شدید دي؟

نوموړي زياته کړه: «خو په کومو ځایونو کې چې وسله وال کسان موجود ول او [زموږ ځواکونو] تصفيوي عمليات ترسره کړل، هلته هغه خلک چې غرونو ته ختلي ول بيرته راستانه شوي. [له هغوی] ډېره وسله هم اخيستل شوې. هلته کوم نظامي برخورد نشته بلکې يوازې تصفيوي عمليات روان دي.»

پنجشير د افغانستان وروستی ولایت وو چې طالبانو د تېر کال په دوبي کې ونيو. په دې ولايت کې د احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرتوب د ملي مقاومت جبهې د لنډې مودې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړ خو په دې وروستيو کې يو ځل بيا د مقاومت جبهه په شمالي ولايتونو په ځانګړي توګه پنجشير او بغلان کې له طالبانو سره د نښتو خبرونه ورکوي. طالبان دا څرګندونې ردوي او وايي چې ټول افغانستان د دوی تر ولکې لاندې دی.

ب. ص/ خ. ح