1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پنجوايي کي د طالبانو پرضد اولسي پاڅون

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۱ بهمن ۲۵, چهارشنبه

د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په زنګاوات سيمه کي ځايي ځوانانو د وسله والو طالبانو پر وړاندي وسله وال پاڅون کړی دی. دوی وايي په تيرو څو کلونو کي پردي طالبانو سخت زورولي دي.

https://p.dw.com/p/17dGh
Die Bilder sind von Spesalai Mitarbeiter der Afghanische-Redaktion in Kandahar/Afghanistan; Volksaufstand gegen Taliban in der provinz Kandahar: zugeliefert von: Zeyarmal Najibullah
Volksaufstand gegen Talibanانځور: DW/Spesalai

د پنجوايي ولسوالۍ د زنګاوات، خوګياڼو، سيدانو، پښينانو او کاکړو د کليو دغه اوسيدونکي وايي، چي د دولت ملاتړي دي او نور په خپلو سيمو کي ناامني او د ناامنيو له لاسه پرتې ستونزي نه سي زغملاى.

د پاڅون مشر حاجي عبدالودود، وايي چي د پاڅون په لومړۍ ليکه کي يې خپل اته ځوانان زامن د خپلو خلګو د امنيت په موخه درولي دي او هڅه کوي، چي د نورو کليو خلګ هم په دې پاڅون کي ور شامل کړي.

حاجي عبدالودود په سيمه کي له دويچه ويله سره په خبرو کي زياته کړه، چي دوى ځکه وسله وال پاڅون کړی دی، چي د پاکستان دبېلا بيلو سيمو اوسيدونکو د طالبانو په نامه پوره لس کاله د دوى ژوند تريخ کړى وو:

د پاڅون مشر حاجي عبدالودود
د پاڅون مشر حاجي عبدالودودانځور: DW/Spesalai

«د پاکستان پنجابيان وه، د کراچي سنديان او نور خلګ وه چي موږ يې په ژبه نه پوهېدو دلته راتله او پرموږ يې د ظلم کاوه. د يکشنبې د ورځي (۲۰۱۳ کال د فيبرورۍ ۱۰) راهيسي موږ راولاړ سوي يو دوى مو له خپلو سيمو څخه شړلي دي او اوس دوه تنه ځوانان له سړک څخه بيا تر کلي پوري ګزمه کوي، هيڅ مشکل نسته، نه ټک سته، نه وهم سته او نه هم پاکستانيان سته. د پاڅون د پيل راهيسي موږ ٢٠٠ ښخ سوي ماينونه هم راکښلي دي.»

عبدالودو وايي له تيرو لسو کلونو راهيسي د دوى په ټولو کليو کي ښوونځي او روغتيايي مرکزونه ځکه نسته، چي دلته پردې وسله والو حاکم ول.

هغه وايي دولت ته اوس په کار ده، چي دوى کوچنيانو ته ښوونځي او ناروغانوته روغتيايي مرکزونه پرانيزي. د ده په خبره دوى له دولت سره همکار دي، خو له دولت څخه هم د کلکو همکاريو غوښتنه کوي:

«په دې لس کاله زموږ په سيمه کي نه مکتب سته، نه کلينک سته او نه نور د بيارغوني کارونه سوي دي. موږ له دولت څخه په ټينګه غواړو، چي زموږ په کليو کي هم مکتب راجوړ کړي، هم کلينک راته فعال کړي او هم نور کارونه سم کړي.
تاسې وګورئ د مکتب د نستوالي له امله ما خپل کوچني زامن ښارته ليږلي دي، چي هلته سبقان ووايي او په راتلونکي کي خپلي خاوري ته خدمت وکړي.»

د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزى هم د پاڅون کوونکو اقدام ستايي او له دوى سره يې ژمنه وکړه، چي خپل ټول امکانات به له دوى څخه نه سپموي. د اسحاقزي په خبره د کندهار والي او امنيه قومندان ورته ويلي دي، چي له پاڅون والو سره به خپلي مرستي جاري ساتي او غوښتنو ته به يې مثبت جواب وايي.

د ولسوال په خبره په يوه سيمه کي هغه وخت امنيت په رښتياسره تامينداى سي، چي خپله خلګ يې خوندي کولوته لستوڼي راپورته کړي:

«موږ ستاسې هر خدمت ته ولاړ يو، هره غوښتنه، چي تاسې لرئ، موږ درسره ولاړيو او هغه به درته پوره کوو. تاسې زموږ ياست او موږ ستاسي يو، تاسې غوښتنه وکړئ، چي موږ يې درته پوره کړو.»

زنگاوات هغه کلی دی، چي په ۲۰۱۲ کال کي يوه امريکايي سرتيري ۱۶ تنه بې گناه انسانان چي ډيری ئې ښځي او کوچنيان ول په يوه شپه ووژل.