1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پولند کې د امریکا پياوړی پوځي حضور

۱۳۹۵ دی ۲۴, جمعه

امریکا متحده ایالاتو په پولند کې خپل پوځي حضور د روسیې تهاجمي سیاست ته د ځواب ویلو په موخه پراخ کړی دی. کریملن پر دې موضوع باندي سختې نیوکې کړې او هغه یې د خپل له پاره ګواښ بللې ده.

https://p.dw.com/p/2VkF0
Verlegung US-Panzerbrigade nach Polen
انځور: picture-alliance/dpa/M. Bielecki/PAP

د پنجشنبې په ورځ په زرونو امریکایي سرتیري پولند ته ورسیدل چې د ناټو له دې غړې هیواد سره چې له روسیې سره پر پوله پروت دی، خپله ملګرتیا نندارې ته وړاندې کړې. د «د اتلنتیک د پریکړې ماموریت» په ترڅ کې تر ۳۰۰۰ امریکایي سرتیري چې ټانکونه او نورې درنې وسلې هم لري، د اروپا په ختیځ کې پروت دغه هیواد ته رسیدلي دي. دغه پوځيان به همداراز اسیتونیا، لتیویا، لیتوانیا، رومانیا، بلغاریا او هنګري هیوادونه ته هم ولاړ شي.

ولسمشر اوباما تر هغه وروسته دې سیمې ته د خپلو سرتیرو د استولو پریکړه وکړه چې روسیې په غیر قانوني توګه پر کریمیا باندي قبضه وکړه. دغه، او د اوکراین له بیلتون غوښتونکو څخه د روسیې ملاتړ، د ناټو د خیتځ برخې غړي اندیښمن کړي دي چې روسیه به د دوي پر ځمکنۍ بشپړتیا هم برید وکړي.

کریملن پر دغو پوځي مانورونو سختې نیوکې کړې دي او هغه یې د خپل هیواد له پاره ګواښ بللي دي. د کریملن ویاند دیمتري پسکوف، د پنجشنبې په ورځ وویل: «دغه ماموریت زموږ ګټې او امنیت له ګواښ سره مخامخ کوي.» هغه زیاته کړه: «دا [ګواښ] په هغه صورت کې چې یو دریم هیواد [امریکا متحد ایالات] په اروپا کې او زموږ کور ته نزدې خپل پوځي حضور لا پیاوړي کړي، قوي کیږي.»

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال الکسي میکوف، دا موضوع د «اروپا د امنیت د بې ثباتۍ د یوه فکتور په توګه یاده کړه».

خو په وارسا کې د امریکا متحده ایالاتو د آلماني مارشال صندوق له ادارې څخه میچل برانوسکي، په هیواد کې د امریکایي ځواکونو له حضور څخه دفاع کړې ده. هغه ویلي دي: «موږ د سړې جګړې له پای راهیسې بل هیڅ وخت هم په دې اندازه [د پوځیانو] دوراني حضور نه لاره.»

هغه ویلي دي چې دغه شان یو حضور به د دې لامل شي چې روسیه په دې سیمه کې د پخوا په څیر بریاوي ولري.