1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پيښور کي بيا ښځينه ځانمرگی بريد سوی

۱۳۹۰ مرداد ۲۰, پنجشنبه

پاکستاني چارواکو ويلي چي د پنجشنبي په ورځ يوي ښځينه ځانمرګي بريد کونکي او د په کورکي جوړ سوي يو بم د چاوديدو په پايله کي شپږ تنه وژل سوي دي. دا په پيښور کي د روژي مياشتي تر شروع وروسته لومړۍ خونړۍ پيښه ده.

https://p.dw.com/p/12Eue
پيښور
پيښورانځور: AP

دا دريم وار دی چي پوليس دا تائيدوي، چي بريد کونکي يوه ښځه وه. په پاکستان کي د ۲۰۰۷م کال راهيسي د القاعدي او طالب اورپکو له لوري په تر سره سوو چاودونو کي ۴۵۰۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دغه پيښه چي د پيښور ښار په لاهوري ګيټ کي رامنځته شوي لومړۍ د پوليس يو موټر په نښه سوی او بيا وروسته د پوليسو يوه پوسته، چي په پايله کي ۶ تنه وژل سوي او تر لسو زيات ټپيان سوي دي.

د پوليس يو چارواکي شفقت ملک فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي:« دا يوه ځانمرګې بريد کونکي وه، چي ۱۷ يا ۱۸ کاله عمر يي درلود. د هغه په خبره دغي نجلۍ لومړی د پوليسو پر يوه پوسته يو لاسي بم وغورځاوه او بيا وروسته يي خپل ځان والوزاوه.»

هغه زياته کړي:« د هغي د چاوديدونکو توکو واسکټ ټول ونه چاوديد. هغه خپله مړه سوه او يو بله ښځه چي هلته تيريده هم وژل سوي او دري پوليس ټپيان سوي دي.»

په لومړي سر کي داسي رپورټونه هم ول چي ګواکي دوهمي ښځي هم د ځانه سره چاوديدونکي توکي لرل، خو بيا وروسته پوليسو وويل چي هغي د ځانه سره کوم څه نه لرل.

ډاکټر رحيم آفريدي فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي:« دغه بله ښځه تر ۶۰ کلونو زيات عمر لري، د هغي مخي بيخي خراب سوی او د پيژندلو وړ نه ده. د هغې په وجود داسي اثار نه ښکاري چي ګواکي هغې دي د ځانه سره کوم چاوديدنکي توکي لرلي وي.»

په دغه پيښه کي د يوه يو لس کلن ماشوم په شمول ۱۶تنه نور ټپيان سوي دي.

پوليس وايي په يوه بله پيښه کي چي د سړک د غاړي يو بم د پوليس په موټر وچاوديد، چي په کي ۴ پوليس افسران وژل سوي او يو ماشو وژل شوي دي. د پوليس يو بل چارواکي محمد فيصل ويلي چي په پيښه کي ۱۸ تنه ټپيان شوي هم دي.

د پوليس يو بل چارواکي سيد امتياز شاه ويلي :« د پوليس په موټر کي شل تنه سپاره ؤ.» هغه زياته کړي چي موټر ويجاړ شوي. د پيښي په وخت هلته يوه ډله ماشومان هم ول چي ښوونځيو ته روان وو. په پيښه کي يو ۱۲کلن ماشوم هم وژل شوي دي.

يو عيني شاهد وايي:« زه په کور کي ووم کله چي مي د چاودني غږ تر غوږو شو. زه بيرون ته راوتلي خو هري خوا ته لوګي وو. بيا ما مړي او ټپي پوليس وليدل. بيا ما هغوي د پوليسو يو موټر ته انتقال کړل چي د چاودني لږ وروسته د مرسته لپاره رارسيدلي وو.»

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي: نجيب الله زيارمل