1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پښتو کي لنډۍ څه ته وايي

استاد حبيب الله زفيع۱۳۸۷ بهمن ۱۶, چهارشنبه

د لنډۍ چينې د پښتو په غرونو او رغونو، كليو او بانډو، باغونو او بڼونو ټولو كې راوخوټكېدې او د دوى د ژوند ټول اړخونه يې په خپلو خوږو لفظونو كې انځور كړل.

https://p.dw.com/p/GmuI
راسته لاسته استاد حبيب الله رفيع د آلمان ږغ راډيو په مرکزي سټيډيو کي د مرکې پر وخت
راسته لاسته استاد حبيب الله رفيع د آلمان ږغ راډيو په مرکزي سټيډيو کي د مرکې پر وختانځور: DW/ Wardak

په لويو غرو د خداى نظر وي

په سر يې واورې په لمن يې زېړ ګل

سندرو او افسانو زموږ د لرغوني هيواد د ادبي او كلتوري ژوند خښته كېښوده او د ليك تر پيدايښت وړاندې يې زموږ د فكري يون كرښي وټاكلې او پښتو اولسي سندرو هم د همدې ويدي او اوستايي سندرو تر څنګ سترګې پرانيستې.

د پښتو اولسي ادب په ښيرازه ګلبڼ كې د لنډۍ په نامه يو داسې ګلبوټى هم رازرغون شو چې هره پاڼه يې بېل رنګ او د هرې څانګې خوځښت يې بېل آهنګ درلود.

لنډۍ په ټوله پښتونخوا كې خورې او هرې پښتنې او پښتون ته ورسېدې، هر چا چې وويلې د ټولو مال شوې او د ټولو د حال او چاپېريال څرګندويي او ښكارندويي يې وكړه.

لنډۍ د پښتني ټولنې ټول رازونه په خپله غېږه كې خوندي كړل او د پښتو د ژوند ښې او بدې، خوږې او ترخې ټولې پېښې او خاطرې يې په خپله لمن كې راونغښتلې، لنډيو هم د پښتنو د ودونو او ښاديو دوراګانو ملتيا وكړه او هم يې د دوى د جنازو او تابوتونو ويرونه وكړل.

د لنډيۍ چينې د پښتو په غرونو او رغونو، كليو او بانډو، باغونو او بڼونو ټولو كې راوخوټكېدې او د دوى د ژوند ټول اړخونه يې په خپلو خوږو لفظونو كې انځور كړل.

لنډۍ سيلابي او څپه ييز جوړښت لري او لكه له نامه څخه يې چې ښكاري يو لنډ بيت دى چې دوه مسرۍ په كې دي، يوه لنډه (۹) سېلابي او بله اوږده ديارلس سيلابي، ددې ۲۲ سېلابونو په غېږه كې د لوى نه لوى مطلب په ډېر اعجاز او ايجاز خوندي كېږي او ادبي كېږي.

د ژوند هره موضوع د لنډۍ موضوع ده او د پښتني ژوند هره برخه د لنډۍ دګلونو خوشبويه عطر جوړولاى شي. د مينې نغمې او د حالاتو تغمې دواړه د لنډۍ په پستو اننګو كې ښكاري او دا كمال په كې شته چې په بشپړفصاحت او بلاغت يې ادا كړي.

د نمونې په توګه پښتونولي يو قانون دى، په دې قانون كې كه دښمن هم د چا په كور كې پناه واخلي، مضمون دى، د همدې اصل له مخې مين بېلتون ته هركلى كوي او ډاډ وركوي:

بېلتونه راشه ستړى مه شې

زړه مې پښتون دى مېلمه نه خپه كوينه

ګودر د پښتني ټولنې يوه ټولنيزه مؤسسه ده، په هركلي او تپه كې يو ګودر موجود وي، د كلي پېغلې نجونې ګودر ته راځي، اوبه هم ځنې وړي، مركې او مجلسونه هم سره كوي او كله – كله د دوو مينو ديدن هم په ګودر يا د ګودر په لاره كې كېږي، نجونې ګودر ته په ښو او نظرراښكونكو جامو كې ځي او د سرو سالوګانو سيالۍ كېږي، يوه لنډۍ دا منظر داسې انځوروي:

په ګودر سور سالو ښكاره شو

ماوېل په تورو اوبو اور ولګېدنه

مينه او وفا د پښتني دنيا يو زرين او متين اصل دى چې ژمنه يې وكړه بيا ماتېدى نه شي او چې قول يې وكړ بيا بدلېدى نه شي، د همدې اصل له مخې مين مينې ته د مينې په دنيا كې د وفا ډاډ په دې الفاظو وركوي:

د زلفو تار نښاني راكړه

كه په قيامت يې رانه غواړې دربې كړمه

غربت او بېوزلي د پښتني ټولنې يوه سپوره برخه ده خو د كورنۍ مينه او صميميت، لوريينه او يو پر بل پېرزوينه هم يو زرين اصل دى، يوه پښتنه مېرمن له خپل مېړه سره د مينې او لوريينې ژوند لري يوه ورځ داسې راځي چې په كور كې د خوړو څه نشته، څښتن مجبورېږي وږى له كوره راځي چې په كور كې د خوړو څه نشته، څښتن مجبورېږي وږى له كوره وزي او په خوارۍ مزدورۍ پسې ځي، كله چې مېرمن د خوړلو څه مومي او د سترخوان ته كښېني نو وږى تللى څښتن يې وريادېږي، مړۍ يې په ستوني كې نښلي او د صميميت او لورېينې داسې ازموينه ترسره كوي:

اشنا مې وږى رانه تللى

چې دسترخوان لره ورځم ژړا راځينه

په پښتني ټولنه كې د مينې كولو لارې ډېرې اغزنې دي او ډېرې له ستونزو ډكې، كه د غلا مينه رسوا شي نو بيا د مرګ استازى رارسېږي او د مينې انتقام اخلي، مين په همداسې اغزنو حالاتو كې مينې ته زړه ښه كوي او له مړينې وېره نه كوي خو له مينې نه هم د ثبات او وفا دارۍ غوښتنه كوي:

سبا مې ستا په تومت وژني

ځاى د راستۍ دى چې منكر نه شې مينه

يا هم

سبا مې ستا په تومت وژني

غولى جارو كړه چې په شرق مې وينې ځينه

پښتني دنيا د ښو او غوره اصولو ترڅنګ ځينې ناوړې او نارواوې هم لري له دې څخه يو هم د مېړونو له خوا د مېرمنو وهل هم دي، مېرمن مقابله نه شي كولى، خو لنډۍ نه ديوه مليح او مظلومانه احتجاج په توګه كار اخلي او خپل څښتن د لنډۍ په خوږه ژبه خپلې ناروا ته داسې متوجه كوي:

برخان د ګلو لښته ناخلې

پر ما دې تېر كړل د كوتكو ګوزارونه

په پښتني ټولنه كې ودونه د اولادونو د پيداكېدلو او د وګړو د ډېرېدلو لپاره كېږي او هره مېرمن له ودوزن سره سم هيله لري چې ماشوم ولري او په كور كې يې زانګو وزنګوي، يوه مېرمن چې ډېر وخت د اولاد په انتظار ده خو په كور كې يې د ماشوم د ژړاغږ نه راپورته كېږي نو خپل خاوند ته د لنډۍ په خوږه او پسته ژبه په طنزيه لهجه داسې وايي:

جانانه ستا مزګۍ نشته

زما همځولي زانګو ګانې زنګوينه

لنډۍ يو سرتړلى زنځير دى او يوه موضوع په كې بشپړېږي خو كله كله د سوال او ځواب په بڼه يوه لنډۍ له بلې سره نښلي او د يوه خواږه ډيالوګ په توګه دوام كوي:

ننۍ ناسته په همداسې يوه خواږه سوال او ځواب سرته رسوو چې د مينې رازونياز په كې شوى او د ټولنې بنديزونو ته په كې ټكان وركړل شوى دى:

په سپينه خوله مې دې پرار وكړ

زه به بخيلې مور ته څه ځواب كوومه

مور ته دې داسې ځواب وايه

زه له منګي سره ګودر ته ولوېدمه

مينه ځواب منطقي نه ګڼي :

مور به مې داسې راته وايي

منګى دې روغ په خوله دې راوړل پرهارونه

مين منطقي ځواب جوړوي او وايي :

بيا د موركۍ ځواب دې دا دى

منګى په خټه زه په ګټه ولوېدمه

ځواب چې منطقي كېږي دا ورته وايي:

چې د موركۍ ځواب دې جوړ كړ

پر دې ملاله خوله مې كښېكاږه غاښونه