1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتيا کي د منګلو او ځاځيو تر منځ جنګ روان دی

فريدالله ظاهر/ خوست۱۳۹۲ آذر ۵, سه‌شنبه

په پکتيا کي د منګلو او ځاځيو قومونو ترمنځ د مځکي پر سر لانجه په وسله واله شخړه بدله شوې او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده. حکومتي چارواکي وايي چي جنګ بند شوی خو ځايي اوسېدونکي وايي چي اوس هم روان دی.

https://p.dw.com/p/1AOeE
په خوست کي د يوې قومي شخړي د پيښی انځور
په خوست کي د يوې قومي شخړي د پيښی انځورانځور: Faridullah Zaher

په پکتيا کي د مځکو او غرونو پر سر لانجې اوږده سابقه لري. دغه دواړه قومونه د پکتيا په ډنډي پټان ولسوالۍ کې د پټان دښت پر سر يو له بل سره دعوه لري، چې اوس تازه دا لانجه په وسله واله نښته بدله شوې ده.

د پکتيا د والي مرستيال عبدالولي سهي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د نوومبر۲۶) له دويچه ويله سره په تليفوني تماس کي وويل، چې د دغو قومونو ترمنځ د دوشنبې په ورځ سهار نښته پيل شوي وه او تر مازديګره يې دوام وکړ، خو سیمي ته د افغان ځواکونو تر رسيدو وروسته جګړه بنده شوه.

سهي وايي، چې په دې جګړه کې د سپکو وسلو ترڅنګ درنې وسلې راکټونه، دهشکې او ماشينګڼي هم استعمال شوي دي، چې په يايله کې يې د منګلو له خوا، يو کس مړ او دوه ټپيان شوي دي او دغه راز د ځاځيو له لوري هم يو کس مړ او دوه تنه نور ټپيان دي.

هغه وويل چي د لانجې اصلي عامل ١٧جريبه ځمکه ده، خو اوس د منګلو له خوا د ځاځيو پر يوه دښت، چې د پټان دښت نوميږي، دعوه شوې ده او له تېري يوې اوونۍ راهيسي دواړه اړخونه يوه او بل ته په مورچلو کي ناست دي.

د پکتيا مرستيال والي، دغه راز يو شمېر سياسي کړۍ، چې ده يې د نوم له اخيستلو څخه ډډه و کړه، په دې تورني کړې چې په دغه قومي لانجه کې د جوړجاړي پر ځاى د يوه او بل پلوي کوي او آن دا د دې لامل شوي، چې لانجه په جګړه بدله شي.

داسي ويل کیږي، چې د دغو دوو قومونو ترمنځ د جګړې بنديدو له پاره د طوطاخېلو، احمدزيو او ځينو نورو قومونو يوه څلوېښت کسيزه جرګه يادي سيمي ته تللي ده، چي منګل او ځاځي له مورچلو څخه را کښته کړي او ژمنه وکړي چې بيا به يو د بل پر وړاندي وسلي نه را پورته کوي.

د پېښې له سيمې څخه يوه ځايي اوسيدونکي تاج محمد، له دويچه ويله سره په یوه تيلفوني تماس کي وويل، که څه هم چي تېر مازديګر يو وار جګړه بنده شوه، خو نن د سه شنبې په ورځ بيا هم له دواړو اړخونو څخه ځاى ځاى ډزي اوريدل کيږي او زياته يې کړه چې تر اوسه امنيتي ځواکونه سيمې ته نه دي ورسيدلي: «موږ خو تر اوسه پوري داسي ځواک دلته نه دی ليدلی چي د دولت استازيتوب دي وکړي.»

د نوموړي په خبره تر اوسه يوازي سيمې ته د نورو قومونو يوه جرګه ور رسېدلي ده، چي هڅه کوي دواړه اړخه د جنګ پر نه کولو باندي قانع کړي. تاج محمد د دې ترڅنګه وايي، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې منګل او ځاځي يو د بل پر سيمو باندي ورغلي او عمومي لاري يې هم بندي کړي دي.