1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتيا کي د نجونو ولور نور هم لوړ سوی دی

۱۳۹۱ آذر ۲, پنجشنبه

د پکتيا ولايت په ليرو پرتو ولسواليو او مرکز کې اوس هم داسي نجوني او ځوانان شته، چې له کلونو کلونو راهيسي يې د واده ارمان د لوړ ولور له اسيته پر زړه پاته دى.

https://p.dw.com/p/16nvN
انځور: Fotolia/Stefan Körber

دا يوازي نجوني او ځوانان نه دي، چې د لوړ ولور په سبب د واده ارمانجن دي، داسي کسان هم شته، چې کلونه کلونه په خليج هېوادونو کې د ولور د پوره کولو له پاره مزدوري کوي.

په پکتيا ولايت کې نجوني او د ښځو چارو فعاليني وايي، چي اوس په دغه ولايت کې د نجونو وديدل په خرڅيدو بدل شوي دي او هر څوک هڅه کوي، چې خپله لور په ډېرو پيسو ورکړي او آن په دې برخه کي له شريعته هم سرغړونه کيږي.

دوى وايي، د ولور د راکمولو او د دې دود د شرعي اړولو له پاره جدي هڅې په کار دي او په دې لړ کې قومي مشران، ديني عالمان ډېر رول لرلای شي.

په پکتيا کې د ښځو چارو فعاله انارګله وايي، چي دا مهال په دې ولايت کې له پنځو لکو نيولي بيا تر دولسو لکو افغانيو پورې ولور اخيستل کيږي، چي دا د نجونو او هلکانو پر حق باندي تيرى دى.

په پکتيا کې د ښځو د پرمختيايي شورا مشره، حميره احمدزۍ وايي، چي دلته د نجونو وضيعت ورځ تر بلي خرابيږي او په خبره يې، اوس داسي هم کيږي، چې ځيني ځواني نجونو پر بن باندي ورکول کيږي او د هغې ولور بيا آن تر ۱۵ لکو افغانيو هم اوړي.

په ورته وخت کې د پکتيا د ښځو چارو رئيسه نسرين اوريا خېل، هم له ښځو سره د تاوتريخوالي ستونزو ترڅنګ د ځوانو نجونو لوړ ولور ستره ستونزه بولي، خو زياتوي، چې اوس په دې اړه د خلکو پوهه ډېره شوې ده او تر يوه ځايه په دې برخه کې مثبت بدلونه راغلى دی او په ځينو سيمو کې د لوړ ولور کچه را کښته شوې ده.

خو په سويل ختېځو ولايتونو کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون انديښنه څرګندوي، چې دامهال په پکتيا کې په بېلابېلو برخو کې له ښځو سره تاوتريخوالى موجود دى.

د کمېسيون د مسئولينو په خبره، د لوړ ولور په اړه خلکو ډېر شکايتونه ورته کړي دي، چي ولور اوس دومره ډېر شوى دی، چي آن ډېري کورنۍ د اقتصادي ستوونزو له امله خپلو ځوانانو ته ودونه نه شي کولاى.

دا په داسې حال کې ده، چې په زرو پکتياوال ځوانانو په عربي هېوادونو کې په دې تمه، د مسافرۍ شپې او ورځي تيروي او درنې مزدورۍ کوي، چې پيسې وګټي او د خپل ځان له پاره ولور وګټي.

داسي هم شوي دي، چې يوه ځوان د خپل ولور د پور د پوره کولو له پاره لس کاله مسافري کړي او تر هغه وروسته يې واده شوى دی.

فريدالله ظاهر/ خوست
کتونکی: نجيب الله زيارمل