1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتیکا کې د شپې له خوا تیلیفونونه کار نه کوي

۱۳۹۰ اسفند ۳, چهارشنبه

په پکتیکا کې طالبانو د ګرځنده تیلیفونونو شرکتونو ته ګواښ کړی دﺉ چې د شپې له خوا مخابراتې خدمدتونه وړاندې نه کړي‎. له دې سره د دغه ولایت اوسیدونکي له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

https://p.dw.com/p/147M3
انځور: AP

تر دې مخکې د ملک په یو شمیر نورو سیمو کې هم مخابراتي شرکتونو ته ورته ګواښونه شوي ول. اوس د پکتیکا د مرکز په ګډون په ټول ولایت کې د ماښام له څلورو بجو وروسته تر سهاره پورې ګرځنده تیلیفونه کار نه کوي.

د دغه ولایت اوسیدونکي وایي چې دې کار دوی له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د هغوی په خبره له دې سره د هغوی کاروبار ته هم تاوان رسیدلی دﺉ.

ویل کیږي چې طالبان د بهرنیو او حکومت د ځواکونو د تعقیب له ویرې هڅه کوي چې د شپې له پلوه د تیلیفوني شبکو خدمتونه په ټپه ودروي.

د پکتیکا د پولیسو قوماندان دولت خان ځدران، وایې چې طالبان په دې اند دي چې د هغوی پټنځایونه د ګرځنده ټیلیفونو په مرسته موندل کیږي نو له همدې کبله غواړي چې د شپې له خوا مخابراتي شرکتونه کار و نه کړي.

دولت ځدراڼ زیاتوي: «طالبان وایي که چیرې د دوی گرځنده تیلیفونونه فعال وي نو دوی ته زیات تلفات اوړي. کله چې دوی ښار ته را شي نو په لږ وخت کې نیول کیږي نو له همدې ویرې دوی ګمان کوي چې د تیلیفونونو د شرکتونو په ټپه دریدلو سره به دوی له ګډو ځواکونو خوندي وي.»

په همدې حال کې د پکتیکا والي محب الله صمیم، د هغو مخابراتي شرکتونو کارکونکو ته چې د طالبانو له ویرې د شپې له خوا خپل فعالیتونه په ټپه دروي، ډاډ ورکوي چې حکومتي ځواکونه به ئې امنیت وساتي. هغه وایي: «زه د پکتیکا د مسئول په توگه د شبکو مسئولینو ته وایم چې هر انتن چې مو د پکتیکا په ولایت کې له خطر سره مخامخ وي، زه ئې ساتنه کوم. زما هیله د مخابراتو له وزیر څخه دا ده چې د افغانستان د نافده قوانینو په رڼا کې دا ستونزه حل کړي.»

په تیرو څو کلونو کې وسله والو یاغیانو د ملک په هغو سیمو کې چې پکښې د دوی حضور پیاوړی دئ په وار وار پر ولسي خلکو مخابراتي خدمتونه په ټپه درولي دي.

میرویس جلالزی (دویچه ویله)
کتونکی: مسعود جهش