1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پکتیکا کې په شخصي لګښت څوارلسو ښوونځيو ته ودانۍ جوړیږي

۱۳۹۸ بهمن ۲۵, جمعه

په ولسي جرګه کې د پکتيکا ولايت استازي محمد میرزا کټوازي په شخصي لګښت څوارلسو ښوونځیو ته ودانۍ جوړوي. د دې لړۍ د څلورو ښوونځيو نوې جوړې شوې ودانۍ د زده کوونکو د زده کړو له پاره ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

https://p.dw.com/p/3XmC5
Afghanistan | Mirza Katawazai baut Schulen
انځور: DW/F. Zahi

تېره ورځ د نجونو د لسو ښوونځیو چې د پکتیکا په برمل، یحيی خېلو، زیړوک، مټاخان، ارګون، بکخېل، خېرکوټ، یوسف خېل او سروبي ولسوالیو کې دي، د ودانیو د جوړیدو بنسټ ډبرې کیښودل شوې.

د دې هر ښوونځی ودانۍ به یوه اداري، ۵ درسي خونې، احاطه او د څښلو اوبو څاه ولري، چې د دې ټول لګښت یې په ولسي جرګه کې د پکتیکا ولایت استازی محمد میرزا کټوازی له شخصي جیبه ورکوي.

ښاغلي کټوازي دویچه ویله ته وویل: «پکتیکا کې د نجونو هیڅ ښوونځي ودانۍ نه لري. ما تصمیم ونیولو، چې تر څو زموږ اولادونه په ځانګړي توګه نجونې باید تعلیم وکړي. پر هر ښوونځي له دوو تر دوو نیمو میلیونو افغانيو لگښت راځي.»

دغه ودانۍ ټولې د نجونو ښوونځيو ته جوړیږي او دا د پکتیکا له پاره ښه زیری لري، ځکه په دغه ولایت کې د نجونې زده کړې په نشت حساب دي، چې د دې ودانیو په جوړیدو سره به هغوی سره د زده کړو په لیوالتیا کې مرسته وکړي.

Afghanistan | Mirza Katawazai baut Schulen
انځور: DW/F. Zahi

وکیل محمد میرزا کټوازی زیاتوي، چې د نجونو ښوونځيو ته له دې امله ودانۍ جوړوي، چې په پکتیکا ولایت کې نجونو تعلیم کمرزوری دی او په دې توګه غواړي، چې په دغه ولایت کې لوستې نجونې ډيرې شي: «په پکتیکا کې لوستې ښځې کمې دي. آن هیڅ ډاکټره نه لرو، غواړم، په بیا بیا د نجونو ښوونځیو او زده کړو ته په شخصي لګښت پام وکړم، تر څو په آینده کې خپلې ډاکټري ولرو، نور زموږ میندې د زیږون پرمهال ژوند له لاسه ورنه کړي.»

ځایي خلک خوښي او دا ستره میړانه بولي، چې د دوی استازي د خلکو ستوونزو درک کړې دي او د حکومتي توجو د راجلبولو ترڅنګ یې په شخصي لګښت ښوونځي رغوي. د یحی خېل ولسوالۍ قومي مشرغلام سرور د ملا باغ په کلي کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د چارو پیل مراسمو پرمهال وویل، دوی به د ودانیو په جوړیدو سره خپلې لوڼې ښوونځي ته لیږي.

Afghanistan | Mirza Katawazai baut Schulen
انځور: DW/F. Zahi

د دغو څوارلسو ودانیو د جوړیدو مجموعي لګښت څه باندې دیرش میلیونه افغانۍ کیږي، چې دا په ولسي کچه پر معارف ستره پانګونه بلل کیږي.

 د پکتیکا د پوهنې رياست مسؤلین وایي، دا یو ستر او بې ساری ګام دی، چې له پوهنې بهیر سره ولسي مرسته کیږي.

څه موده وړاندې، د مياخان په نوم يو پلار چې په خپلو لورګانو په سختیو ګاللو زده کوي، په افغانستان کې په ټولنیزو رسنیو کې ډېر وستایل شو او د پوهنې وزارت د معارف اتل نښان ورکړ.

میاخان د پکتیکا د مرکز ښرنې د ډنډک سیمې اوسیدونکی دی، چې هره ورځ ۱۲ کیلو میتره پلی مزل کوي او خپلې درې لورګانې ښوونځي ته بیایي.

فرید الله ظاهر، خوست