1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ځاځي میدان کې د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه شوې

۱۳۹۷ فروردین ۲۶, یکشنبه

افغان چارواکو د خوست په ځاځي میدان سرحدي ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د وسلوالې جګړې رپوټ ورکړی دی. د دې ولایت د چارواکو په حواله د ځاځي میدان ولسوالۍ یو پلاوی لیږل ترڅو د د جګړې لامل وموندي.

https://p.dw.com/p/2w4VI
Pakistan Afghanistan Grenzschutzbeamter
انځور: Picture alliance/AP Photo/M. Achakzai

د افغان چارواکو په وينا د یکشنبې په ورځ ( د ۲۰۱۸م کال د اپریل میاشتې په ۱۵ نیټه) سهار مهال د خوست ولایت د ځاځي میدان په سرحدي ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني امنیتي ځواکونو ترمنځ د امنیتي پوستې د جوړیدو پر سر وسلواله جګړه پیل شوې ده. د دې ولایت یو شمیر اوسیدونکي وايي چې پاکستان د ځاځي میدان سرحدي ولسوالۍ په ځینو سرحدي سيمو کې خپلې پوستې رامخکې کړې. دغه ولسي کسان زياتوي چي څو ځلې یې په قومي اربکیو د پاکستاني ملیشو د رامخکې کیدو مخه نیولې ده.

په خوست ولایت کې د دویچه ویله خبریال فریدالله ظاهر هم د جګړې پخلی کوي. د نوموړي د یادې سیمې د خلکو په حواله ویلي تر دې وړاندې هم خلکو د پاکستاني ځواکونو د مخکې تګ مخه نیولی وه.

بل لوري ته بیا د خوست د ولایتي شورا غړي هم وایي چې د ځاځي میدان ولسوالۍ په ځینو سیمو کې په صفري نقطه کې پاکستاني ځواکونو پوستې رامخکې کړي او که حکومت اقدام ونه کړي، د خلکو زغم ختم  او پر وړاندې به يې راپورته شي.

د خوست ولایت د امنیتې قوماندانۍ سرپرست عبدالحنان په دې هکله دویچه ویله ته ویلي چې حکومت د پنجشنبې په ورځ یو نظامي پلاوی ځاځي میدان ته لیږلی ترڅو د «GPS» جي پي ایس په واسطه دا معلومه کړي آیا پاکستان له کرښې اوښتی او که نه.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې هم د پاکستاني او افغان ځواکونو ترمنځ د افغانستان په خاوره کې د پوستو د جوړولو پر سره وسلواله نښته شوې.