1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په څارنيز پروگرام کي اصلاحات رد سول

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ مرداد ۳, پنجشنبه

د امریکامتحده ايالاتو د استازو مجلس د هغي هڅي مخه نیولې ده چې غوښتل یې د دغه هيواد د تلیفوني او انترنتي اړیکو د څارنیز پروګرام ساحه محدوده کړي. په دې اړه د ايداوارد سنودن له خوا تر افشاکوونو وروسته بحثونه تاوده شوي دي.

https://p.dw.com/p/19E1G
FILE -This July 28, 2011, file photo shows the dome of the U.S. Capitol in Washington. During his weekly radio and Internet address Saturday, Sept. 22, 2012, President Barack Obama faulted Congress for leaving town with several pieces of unfinished business on its plate. He accused lawmakers of being "more worried about their jobs and their paychecks" than their constituents, and he said he wants them to come back in November to finish work on a veterans' job plan, farm policy and helping homeowners refinance. (Foto:J. Scott Applewhite, File/AP/dapd)
USA Kapitol House of Representatives Washingtonانځور: AP

د چهارشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو د استازو مجلس د هغه وړاندیز په حق کې منفې رایې وکړې چې له مخې یې د دغه هيواد د انترنتي او تلیفوني اړیکو د څارنیز پروګرام د فعالیت ساحه محدودیده. په دې ترتیب سره نو استنازو په دې برخه کې د قانون د اصلاح کولو وړاندیز ته ۲۱۷ مثبتې او ۲۰۵ منفې رایې ورکړې.

دغه وړاندیز د جمهوري غوښتونکي استازي جستن اماش، له خوا وړاندي شوی وو. که دغه طرح منل شوې وای نو د امریکا د ملي امنیتې ادارې (NSA) به د په میلیونو امریکايانو د اړیکو د څارنو له پاره مالي امکانات نه وای ترلاسه کړي.

د دغي طرح د ردولو له پاره د امریکا د استازو په مجلس کې د «تي ګوند جمهوري غوښتونکو» او «لیبرالو دیموکراتانو» تر منځ یو غیر معمول ائیتلاف رامنځ ته شو. تر دې مخکې سپیني ماڼۍ او یو شمیر لوړ پوړو امریکایي استخباراتي چارواکو هم د (NSA) د څارنیز پروگرام د ملاتړ اعلان کړی وو.

د امریکا متحده ایالاتو د تلیفوني او انترنتي اړیکو د څارنیز پروگرام په اړه هغه وخت په نړیوال کچه جنجالونه رامنځ ته شول چې د دغه هیواد د ملي امنیت ادارې (NSA) پخواني کارکوونکي ايدوارد سنودن د هغه په اړه له گاردین ورځپاڼې سره پټ معلومات شریک کړل.

د سنودن له خوا تر افشاکوونو وروسته د چهارشنبې ورځې رای اچونه د دغه څارنیز پروگرام د محدودولو له پاره لومړۍ هڅه وه. سنودن د (NSA) د څارنیز پروگرام تر افشاکولو وروسته له هانگ کانگ څخه ځان مسکو ته ورساوه.

د نظر نه اتفاق

که څه هم د استازو په مجلس کې د څارنیز پروگرام په اړه تر رای اچوني مخکې سپیني ماڼۍ د هغه په ملاتړ له ډیرو استازو سره خبري کړي وې خو بیا هم استازي د دغه پروگرام په اړه په یوه نظر نه ول.

د څارنیز پروگرام د قانون د اصلاح کیدو په اړه تر رای اچوني مخکي اماش، وویل چې د اوباما «اداره غواړي د ویري په کاروني سره د حقوقو تر پښو لاندي کول توجیه کړي.» هغه وویل: «بې له دې چي دولت پر کوم چا باندي شک ولري د هر امریکايي تلیفوني تماس له ځان سره ثبتوي.»

له بلې خوا بیا جمهوري غوښتونکي استازي تام کوتون، استدلال وکړ چې د دغه څارنیز پروگرام له کبله د لسهاوو ترهگرو بریدونو مخه نیول شوې ده او د ډیرو امریکایانو ژوند ژغورل شوی دی. هغه وویل چې وړاندیز شوی قانون د امریکا څارنیز پروگرام نه اصلاح کوي، بلکې هغه دروي.

د واشنگټن پوست او ABC خبري آژانس له خوا د یوې ترسره شوې نظر پوښتنې پایلې ښيي چې ۷۵ سلنه پوښتل شوي کسان په دې باور دي چې امریکا په خپل څارنیز پروگرام سره د یو شمیر امریکایانو د محرمیت حقوق تر پښو لاندي کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب