1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په څو قومي هيواد عراق کې د آلمان د پوځ د ماموريت ننگونې

۱۳۹۶ اسفند ۱۵, سه‌شنبه

د آلمان حکومت په عراق کې د پوځ پر خپل ماموريت له سره کتنه کړې ده. نوی ماموريت بايد په ښه شان سره د دغه هيواد نژادي او مذهبي تنوع په نظر کې ونيسي. خو دلته اصلي هدف کردان دي.

https://p.dw.com/p/2tlJV
Irak Reise Bundesverteidigungsministerin von der Leyen
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د جنگي مهماتو راټول، د مشرتابه په جوړښت کې شفافيت رامنځته کول، لوژيستک او روغتيايي خدمات وړاندې کول: دا هغه څلور مهمه اهداف دي چې د آلمان حکومت یې د «ای آر دي» تلويزيون د مرکزي دفتر د معلوماتو پر اساس د عراق د پوځ د روزنیز ماموريت په ترڅ کې لاسته راوړل غواړي. د عراق د شمال کردي پيشمرگه ځواکونه لا هم د آلمان د پوځ د روزونکو سره همکاري کوي.

د داعش پر ضد د مبارزې ترڅنگ به په راتلونکي کې د عراق د پوځ پياوړي کول، د دې ماموريت اصلي هدف وي.

په دې مورد کې به د بیلګي په توگه ځانگړي روزنيز کورسونه په لاره واچول شي او د عراق د منظمو جنگي او امنيتي ځواکونو د وړتياوو د لوړو له پاره به گامونه پورته شي او د عراق پر مرکزي جنگي ځواکونو به تمرکز وشي.

هدف: په ټوله کې د عراق د مرکزي ځواکونو پياوړي کول

 د آلمان د دفاع وزیره اورزلا فون دير لاين په فرورۍ مياشت کې عراق ته د خپل سفر پر وخت د لوژيستکي او روغتيايي خدماتو موضوع ته پاملرنه وکړه. سربيره پر دې د آلمان پوځ بايد د مشرتابه د شفافو جوړښتونو په رامنځته کولو کې د عراق د امنيتي ځواکونو له پاره د يوه مشاور نقش ولوبوي.

Nordirak - Bundeswehr stoppt Ausbildung von Peschmerga-Kämpfern
آلمانی عسکر د پيشمرگه ځواکونو د روزنې په حال کېانځور: picture alliance/dpa/M. Kappeler

فون دیر لاين وويل: «د عراق د مرکزي حکومت او د کردانو د خپلواکمنې سيمې څخه غوښتنه شوې چې په تيره يا د اصلاحاتو په عملي کولو او د وزراتونو د جوړښتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. د تدارکاتو په برخه کې تقاضا زياته ده.» هغه زياته کړه «په دې توگه هغه ثبات راوستونکي عوامل چې په اوږد مهاله توگه به عراق د دې جوگه کړي  چې پر ځان د متکي، ژمن او فعال پوځ خاوند شي، موجود دي.» د فون دير لاين په وينا، آلمان به په دې برخه کې خپله مرسته ونه سپموي.

له کردانو سره همکاري

په عراق کې د پوځ د ماموريت په اړه د کابينې له خوا د تصويب شوي سند له مخې به د آلمان پوځ په دغه ماموريت کې ډير بدلونونه رامنځته کړل شي. آلمان به د داعش پر ضد په نړيوال ائتلاف کې د اکتشافي او تيل ورکونکو الوتکو سره خپل گډون ته ادامه ورکړي خو د کردانو په خپلواکمنو سيمو کې د پيشمرگه ځواکونو روزنیز ماموريت به د جون پر ۳۰ نيټه پای ته ورسيږي.

په نوي ماموريت کې دا خبره نه ده روښانه شوې چې په راتلونکي کې به د آلمان پوخ تر کومه حده د عراق په شمال کې فعاليت ولري. له يوه پلوه «د عراق د مرکزي حکومت او د عراق د خپلواکمنو سيمو ترمنځ د يوه مناسب بيلانس» څخه خبره کيږي. خو د آلمان د «ای آر دي»  تلویزيون د مرکزي دفتر په حواله، په بله جمله کې بيا دغه هدف ته تغير ورکول کيږي او د ماموريت په اړه سند کې ويل کيږي: «په دې ترڅ کې د عراق په مرکز کې د وړتياوو د توسعې له پاره هلې ځلې لومړيتوب لري.»

Irak Nawaran Anti-IS-Miliz Frauen Kurdinnen Jesidinnen
پيشمرگه جنگيالۍانځور: Reuters/A. Jadallah

خو حتمي نه ده دغه څرگندونې سره متضادې وي. د ۲۰۱۷م کال د سبتمبر میاشتې په پای کې د کردانو د خپلواکمنو سيمو د هغه وخت مشر مسعود بارزاني د خپلواکۍ په هلکه يوه ټولپوښتنه پر لار واچوله چې الزامي نه وه. که څه هم چې تر ۹۰ سلنه زياتو خلکو د عراق څخه د آزادۍ په پلوۍ رای ورکړه خو د عراق د سترې محکمې پر اساس دې ريفرنډم د اساسي قانون سره سمون نه درلود. بارزاني په نومبر مياشت کې له دندې گوښه شو او آلمان په اکتوبر میاشت کې د پيشمرگه ځواکونو روزنه د لنډې مودې له پاره وځندوله.

د کردانو محتاطانه چلن

په هامبورگ کې د منځني ختیځ د مطالعاتو د « GIGA » انستيتويت څخه هينر فورتک، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل: «د بارزاني د خپلواکۍ د ټولپوښتنې نوښت تر ناکامۍ وورسته د عراق د مرکزي حکومت او کردانو ترمنځ ترینگلتياوې تر دې حده کمې شوي چې د کردانو له خوا په نزدې راتلونکي کې هيڅ داسې مستقيمې نخښې نه تر سترگو کيږي چې د هغه پر اساس اوس د عراق له ملي دولت څخه ځان جلا کړي.» 

د نوموړي په آند کردان اوس دې ته ډير ليواله دي چې د خودمختارۍ حقونه چې د ۲۰۰۳م کال راپدي خوا یې ترلاسه کړي دي او تر اوسه عملي کيږي، وساتي. د فورتک په خبره دوی خپل پارلمان لري او د تیلو عوايد لږ ډير د قانوني لارو ترلاسه کوي او تيل صادروي. دوی خپل سرحدي ځواک لري او د پیشمرگه په شکل کې شخصي پوځ هم لري. د نوموړي په آند دوی بايد دا حقونه وساتي او وار په وار یې لا پسې پراخ کړي.

Kersten Knipp (B.S/S.R)

زموږ له آرشيف څخه: