1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چيلي کي د معدنچيانو د ژغورني معجزه

۱۳۸۹ مهر ۲۲, پنجشنبه

په چيلي کي د يوه کان 33 کارګرانو ته د چا خبره «خدای نوی ژوند» ورکړ. هغوي د San-José نومي کان په کابو 700 مترو ځمکي لاندي ژوري کي وروسته له 69 ورځوڅخه وژغورل شول. رښتيا هم چي دا يو معجزه ده.

https://p.dw.com/p/PeTD
يو ژغورل شوی معدنچي په کبسول ډوله لیف کی د ځمکی سرته د پورته کولو په وخت کی ليدل کیږی
يو ژغورل شوی معدنچي په کبسول ډوله لیف کی د ځمکی سرته د پورته کولو په وخت کی ليدل کیږیانځور: AP

د پنجشنبې په وختي سهار ژغورونکي تنګ کپسول، تر خاورو لاندې وروستي معدنچي رڼا ته را وايست. د دوي سرکاريګر لويس اورڅو، لکه د خپلو نورو 32 همکارانو غوندې 69 ورځې تر ځمکې لاندې وزغملې. پاس د برمه شوي سوري په خوا کې ده ته تر ټولو لومړي د هيواد ولسمشر سبستيان پينيره لخوا هرکلي وشو:

« لويس اورڅو! ستاسو د کار نوبت پايته ورسيد. زه تاسو ته مبارکي وايم، ځکه تاسو چې د وروستي تن په توګه راوختلۍ، نو خپل مکلفيت مو ترسره کړ، څرنګه چې يې يو ښه کپتان بايد وکړي.»

د ولسمشر سبستيان پينيره په څير، د ژغورنې په کمپ کې ټولو خپلوانو تر وروستۍ شيبې پورې زغم وکړ. وروسته له دې چې «اورڅو» پاس راوخوت، نو د شامپاينونو د بوټلونو سرونه والوزول شول او د خوښۍ سندرې په انګازو شوې.

مخکې هم د هر ژغورل شوي هرکلي په چکچکو کيده. د خوښۍ نشه(Taumel) په ټول هيواد کې خوره ده. د هيواد په ټولو ښارونو کې د ژغورنې د عملياتو په بهير کې ټولو موټرونو هارنونه کول. د اندېز د غرونو په هيواد کې په تيرو 24 ساعتونو کې چا پوره خوب نه دي کړي. تصويرونو خلک داسې سره تړلي ؤ.

د کان نور کارګرانو همدا ويل:«موږ د خپلو همکارانو په ژغورنه ډير نيکمرغه يو. ښار، هيواد، هو ټوله نړۍ په دغه بري خوښي کوي.»

ولسمشر سبستيان پينيره په خپله، د ټولو 33 تنو ژغورل شويو هرکلي وکړ. دﺉ په بريالۍ ژغورنه کې د چيلي د تأريخ يوه برخه ويني. ده څرګنده کړه چې دغه هيواد نور هغه پخواني هيواد نه دي. ده دغه راز يو ځل بيا د دغه ناوړه پيښې د پيل يادونه وکړه.

هغه وويل: «موږ پوهيدو چې دوي 700 متره تر ځمکه لاندې شوي دي، خو موږ نه پوهيدو چې آيا دوي لا ژوندي دي اويا وژل شويدي. موږ حتي په دې هم په دقيق ډول نه پوهيدو چې دوي چيرته وو. په پيل کې مو په وښو کې د ستنې لټونه کوله. موږ لټونه کوله، پرته له دې چې پوه شو دوي چيرې موندلاي شو. خوبيا مو دوي وموندل او هيله بيرته راژوندۍ شوه.»

د چيلي ولسمشر، Sebastian Pinera له وروستي ژغورل شوي معدنچي Luis Urzua د حمکي لاندي ژوري څخه له ژغورني وروسته د خوښي چيغه پورته کړي
د چيلي ولسمشر، Sebastian Pinera له وروستي ژغورل شوي معدنچي Luis Urzua د حمکي لاندي ژوري څخه له ژغورني وروسته د خوښي چيغه پورته کړيانځور: AP

د ولسمشر د شهرت کچه بيا ريکارد ته ورسيده. له هر ژغورل شوي سره، ده ځان داسې نړۍ ته وروپيژاند چې پر خلکو يې اثر درلود. پينيره په هر صورت له خپله پلوه دا غوښتنه ښکاره کړه چې سياسي پانګه ورته ګڼل کيږي: «دلته کوم سياسي فشار نه وو. ډيرو مشوره راکړه چې ترې واټن ونيسم. پاي خويې هسې هم ويجاړ دي. او بيا مسؤليت د دولت په غاړه وراچول کيږي. ما يوازې وويل، دلته د 33 تنو انسانانو خبره ده او نو له دې کبله به د بريالۍ ژغورنې په خاطر هرڅه ترسره کړو. ما په پوره ډاډ دغه پريکړه وکړه. موږ د دوي لټونه کوو، تر څو چې دوي ومومو، او موږ دوي وموندل.»

32 تنه معدنچيان ټول د کوپياپو روغتون ته وليږدول شول. هيڅ يو هم له کومې سختې ناروغۍ سره نه دي مخامخ شوي، د دوو تنو بايد غاښونه عمليات شي، يو تن هم د سږو لږ التهاب لري. دا چې دغه 69 ورځې به کومې روحي پايلې ولري لا معلومه نه ده. خو په هر صورت بايد دغه 33 تنه معدنچيان به په راتلونکو اوونيو او مياشتو کې تر روحي درملنې لاندې ونيول شي.

اوليا ايبل/حسرت نظيمي

کتونکي: عبدالباري حکيم