1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چيلي کي د يو کاڼ د 33 کارګرانو ژغورل پيل شوي دي

۱۳۸۹ مهر ۲۱, چهارشنبه

په چيلې کې د څه باندې دوو مياشتو راهيسې تر ځمکې لاندی د کابو 700 مترو ژوری څخه په يو کاڼ کې د بند پاتی شوو کارګرانو د ژغورنې عمليات په بريالۍ توګه مخ ته ځي.

https://p.dw.com/p/Pd8t
د چيلي ولسمشر Sebastian Pinera د کاڼ لومړي ژغورل شوي کارګر، Florencio Avalos په خپل غيږ ونيو او خوښيي څرګندوي.
د چيلي ولسمشر Sebastian Pinera د کاڼ لومړي ژغورل شوي کارګر، Florencio Avalos په خپل غيږ ونيو او خوښيي څرګندوي.انځور: AP

لومړنی کارګر له 69 ورځو وروسته د يو ليفت چي د يو «کپسول» په څير جوړ شوي ؤ په مرسته د ځمکې سطحې ته راورسېد. دغه سړي چي Flirencio Avalo نوميږي او 31 کاله عمر لري د چيلي د مسو د کاڼ د کارګرانو باشي دی. دا چي ولي نوموړي د نورو په سر کي انتخاب شو چي وژغورل شي، وجه يي دا ده چي هغه په کاڼ کی د ټولو ستونزو سره پوره پيژندګلوي لري او د ستونزمني ژغورني لاري چاري ورته معلومي وي.

د کاڼونو په تاريخ کې تر ټولو اوږدې او ننګونکې د ژغورنې چارې په ټوله نړۍ کې په تلوسې سره څارل کيږي. خپلوانو، مرستندويانو او هم د چيلې ولسمشر سېبستيان پينېرا د اتاکاما په دشته کې د سان خوزې د کاڼ څخه د سړيو د ژغورنې عمليات په خوښۍ سره تعقيبول.

د کابو700 متره ځمکي لاندي کاڼ څخه د يو کپسول ډوله ليفت په واسطه د يو سړي راپورته کول تقريبا 15 دقيقې وخت نيسي. د کاڼ کارکونکي خاصي جامي په غاړه لري او اکسيجن هم ورته په اختيار کې ورکول کيږي. د يوې مخابرې د لارې هغوي د ځمکې پر سطحې ولاړو له مرستندويانو سره په تماس کې دي.

د چيلي د مسو د کاڼ د يوي برخي لويديو سره 33 کارګرانو سره د اګست په 5 اړيکي غوڅي شوي. هيچا ګمان نه کاوه چي هغوي دي ژوندي پاتي وي. د ژغورني د هڅو څخه دوه اوني وروسته د ځمکي له سر څخه هغوي سره غږايز ارتباط ټينګ شو او پته ولکيده چي هغوي ژوندي دي او د کاڼ په يو محفوظي برخي کي بند پاتي دي. له هغي وروسته هغوي ته د يو نل په واسطه د ژوندانه اړتيا وړ توکي استول کيدل پيل شول.

د نړۍ په تاريخ کې هيڅکله تر دې دمه پورې د داسې يوې اوږدې مودې لپاره انسانان تر ځمکې لاندې بند نه وو پاتې. په ټوله نړي کي د تلويزونونو له لاري د چيلي د مسو له کاڼ څخه د 33 کارګرانو د ژغورلو بهير ننداره کيږي. د نړي د ډير هيوادونو مشرانو د چيلي د حکومت د دغه بسيارو عملياتو ستاينه کړي. د رپوټو له مخي ښايي 48 ساعت وخت ونيسي چي ټول 33 کارګران د ځمکي سرته راويستل شي.

فرانس پرس/ نسيم صابر

کتونکي: عبدالباري حکيم