1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کي دافغاني لوبغاړو دپاره يوه بله نااميدکونکې ورځ

۱۳۸۹ آبان ۲۸, جمعه

يو شمير افغان لوبغاړو وړمه ورځ په چين کي د آسيايي سياليو په لړ کي د بليارد او تکواندو په برخه کي د خپلو سيمه ايزو سيالانو سره سيالۍ وکړې

https://p.dw.com/p/QDUr
انځور: AP

د چين په کوربه توب اسيايي لوبو ته د افغانستان څخه، يوه څه کم سل کسيزه ډله ورغلې چي پکښي 67تنه يې لوبغاړي اوپاته نور يې مربيان دي .

تکواندو، واليبال، کاراته، اوشو، غيږنيونه، سنوکر، تنس، توره وهلو او يو شمير نورو لوبو کي افغان لوبغاړي د خپلو سيالانو سره سيالۍ ته حاضر سوي دي .

تيره ورځ د بليارد په سياليو کي افغان لوبغاړي نادرخان سلطاني مسابقه دخپل حريف په مقابل کي 9 پر 4 بايلول .

Flash-Galerie Asienspiele Asian Games China Iran
انځور: AP

په دوهمه مسابقه کي د افغانستان له اړخه عباس سلطاني د 74 کيلوګرامه وزن په رده کي د تکواندو په برخه کي له خپل تاجک سيال شهريور څخه څلور د يوه په مقابل کي په ګونډو سو .

ليلا حسيني بله افغان تکواندو کاره پيغله وه چي د 46 کيلوګرامه وزن په رده کي يې د خپلي فليپينۍ سيالۍ څخه تر څو رونډه سيالۍ وروسته ماته وخوړه.

د ليلا او ددې د سيالي په مسابقه کي په څلورو رونډونو کي يوه هم يو پر بله د نمري په تر لاسه کولو و نه توانيده او په پای کي ليلا د ډيرو فولونو له کبله چي خپلي حريفي ته يې ورکړي وه،ماتي ته مجبوره سوه .

چين ته د افغان لوبغاړو له ډلي سره تللي يوه مربي محبوب د ټليفون په کرښه دويچي ويلي ته وويل چي نن به هم افغانان د بليارد او تکواندو په برخه کي سيالي کوي .

ټاکل سوېده چي د افغانستان د المپيک دمسابقو څخه مډال ګټونکي تکواندو کار نثار احمد بهاوي به هم نن د خپل نيپالي سيال سره د سيالۍ ډګر ته وځي .

بهاوي د سيمي په کچه يوه پيژندل سوې تکواندو کاره څيره ده .

Flash-Galerie Asian Games Asienspiele 2010 Eröffnungsfeier China Guangzhou
انځور: AP

نوموړی هغه مهال د چين د المپيک په سياليو کي د خپل ملک بيرغ لوړ کړ چي د ګاونډي ايران د تکواند يو نړيوال اتل علي ساعي ته يي حيرانونکې ماته ورکړه .

د افغانستان د المپيک د ملي کميټې په وينا چي بهاوي به نن د ورځي په اوږدو کي د مسابقې ډګر ته راوزي او تمه ده چي نوموړی به د پخوا په څير يووار بيا په ډک لاس هيواد ته را ستنيږي .

Flash-Galerie Asienspiele Asian Games Guangzhou China 2010
انځور: AP

د ننيو سياليو په جريان کي به د بليارد د مسابقو په برخه کي محمد ريس او محمد صالح له خپلو فليپيني سياليو سره ډګر ته وزي.

د تکواندو په برخه کي به په بهاوي سربيره د هغه هم وطنه پيغله هميرا محمدي د 53 کيلوګرامه وزن په رده کي د خپلي چينايي سيالي سره مقابلي ته حاضريږي .

په چين کي د دغو آسيايي لوبو د منتظمينو د وينا له مخي چي تر اوسه پوري په دغو سياليو کي کوربه هيواد تر ټولو ډير د سرو زرو مډالونه ،يعني 97 مډالونه تر لاسه کړي دي.

جنوبي کوريا تر نن ورځي پوري د 29 مډالونو په تر لاسه کولو سره په دوهم مقام کي او جاپان د 17 مډالونو په تر لاسه کولو سره دريم ځای خپل کړي دي .

ميرویس جلال زی

کتونکی : محمد قاسم نوري