1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کي د ورځي ۴۰۰۰ انسانان د هوا له ککړتيا مري

۱۳۹۴ مرداد ۲۷, سه‌شنبه

د يوې عملي څېړني پر اساس په نړۍ کي ککړه هوا د اوسني چاپيريال تر ټولو ستر ناورين دئ. يوازي په چين کي هر کال له ککړي هوا څخه نژدې يو ميليون او ۶۰۰ زره انسانان مري.

https://p.dw.com/p/1GGyN
انځور: Fred Dufour/AFP/Getty Images

په چين کي د ککړي هوا په برخه کي يوه نوې څېړنه ښيي چي له کاله نزدې يو ميليون او ۶۰۰ زره انسانان مري. دا په دې معنی چي هره ورځ ۴ زره انسانان يوازي په چين د هوا د ککړتيا له کبله مري.

د امريکا څېړنيزه موسسې «برکلي ارت» چي د هوا د گرمښت په اړه څېړني کوي د دغي نوي څېړني پايلي خپرې کړي دي.

د دغي څېړنيزي موسسې څېړونکو د دغه انساني ناورين لامل په هوا کي د ۲،۵ ميکرومتره په اندازه ذرې ښوولي دي. دغه کوچنۍ ذرې د انسان د بدن په ژورو کي ځای نيسي او د داسي ناروغيو، لکه نفستنگي، د زړه سکته، مغزي سکته او سرطان عامل گرځي.

د دغي څېړني پايلي له هغو ۱۵۰۰ تمځايونو څخه تر لاسه سوي دي چي د ۲۰۱۴م کال له اپريل مياشتي څخه تر اگسته پوري دوی پکښې تم سوي دي. دغه څېړنه ښيي چي د مځکي د کورې د ټول نفوس ۳۸ سلنه برخه نا سالمه هوا تنفسوي.

په چين کي د ککړي هوا يوه څېړنکي ويلي دي: «وروستی وار چي زه په پکين کي وه. ککړي هوا په دغه هیواد کي کړکېچن حالت رامنځ ته کړی. په دغه هيواد کي د هوا وضعيت داسي دئ لکه هر سړی چي په يوه ساعت کي يونيم سگريټ وڅکوي.»

څېړونکي دې نتيجې ته رسېدلي دي چي د ډبرو د سکرو سوځول د هوا د ککړتيا اصلي عامل گرځي. دوی دا وړانديز کړی دئ، چي په نړۍ کي د ډبرو سکرو کارونه بايد لږ او پر ځای ئې د طبيعي گازو پرختگ ته دوام ورکړل سي.

د «برکلي ارت» امريکايي څېړنيزي موسسې د معلوماتو پر اساس هر کال په نړۍ کي نژدې درې ميليونه انسانان د هوا د ککړتيا له کبله مري. دا په داسي حال کي ده چي د ايدز، مالاريا، ديابت او سل ناروغۍ له کبله لږ انسانان مري.

دغي موسسې ويلي دي چي اميدواره دي چي د نړۍ په نورو سيمو اروپا، امریکا او اسيا کي به هم د هوا د ککړتيا په اړه څېړني وکړي.

دا هم کيدای سي تاسي ته په زړه پوري وي