1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کي زلزلو ۴۷ کسان وژلي دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۲ تیر ۳۱, دوشنبه

د چین په شمال لوېدیځ ولایت گینسو کې يوې پیاوړي زلزلې سخته مرگژوبله رامنځ ته کړې ده. دغې زلزلې د رشتر په مقیاس ۵.۹ درجې شدت لاره. زلزله د بیجینگ په ۱۲۰۰ کیلومتري کې رامنځ ته شوې ده.

https://p.dw.com/p/19Bdw
Chinese rescuers search for survivors and victims in the debris of houses devastated in the 6.6-magnitude earthquake in Minxian county, Dingxi city, northwest Chinas Gansu province, 22 July 2013. A 6.6-magnitude earthquake hit northwest Chinas Gansu Province Monday (22 July 2013) morning, leaving at least 22 people dead and 270 injured, local authorities said. The earthquake hit an area bordering Minxian and Zhangxian counties, Dingxi city, northwest Chinas Gansu province at 07:45 am, July 22. The epicenter, with a depth of 20 km, was monitored at 34.521 degrees north latitude and 104.23 degrees east longitude, according to the China Earthquake Networks Center. Sources with the Minxian County government said most of the townships in the county have been affected by the quake. The townships of Meichuan and Puma were seriously hit. Locals in Minxian County said a strong tremor was felt and they saw trees and homes shake, adding that the quake lasted for about one minute.
Erdbeben China Gansuانځور: picture-alliance/dpa

د زلزلې له کبله د مینشیان او ژانگشین په ښارونو کې کورونه لړزیدلي دي. د رپوټونو په حواله زلزه د چین پر سیمه ییز وخت د سهار ۷:۴۵ رامنځ ته شوې ده. ویل شوي دي چې تر لومړۍ زلزلې لږ وروسته د سهار په ۹:۱۲یوه بله زلزله هم شوې ده.

د چین دولتي رسنیو ویلي دي چې د دغو زلزلو له کبله لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي او تر ۳۰۰ تنو پورې نور کسان ټپیان شوي دي.

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو د زلزلې سنجوني ادارې د دغې زلزلې درجه ۵.۹ ټاکلې ده، چینایي چارواکو ویلي دي چې زلزله د ریشتر په مقیاس ۶.۶ درجې شدت لاره.

د چین دولتي تلویزیون د هغو لیرو پرتو سیمو انځورونه ښوولي دي چې زلزله پکې تر بل هر ځای ډیره قوي وه. د دغه سیمو اوسیدونکو د چین له دولتي تلویزیون سره په خبرو کي ویلي دي چې هغوی د زلزلې پر مهال یوه دقیقه کورونه او اوونې ښورېدې. د دغو سیمه ییزو اوسیدونکو په خبره زلزلې د یوې دقیقې له پاره دوام وکړ.

لومړني رپوټونه ښيي چې زلزله په سطحي ډول رامنځ ته شوې وه. دغه ډول زلزلې د عمیقو زلزلو په پرتله ډیر تلفات او ویجاړۍ رامنځ ته شوې.

د چین په لویدوځو برخو کې ‌ډیر وخت زلزلې رامنځ ته کیږي. په چین کې په ۲۰۰۸ کال کې تر ټولو خونړۍ زلزله رامنځ ته شوه چې له کبله یې ۹۰۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.