1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په چين کې لا اوس هم ډير تبتيات کړول کېږي»

۱۳۸۷ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

په ژنيو کي د ملګرو ملتونو د موسسي د ودانۍ په مخکي څه ناڅه 100 کسه جلا وطنه تبتيان د مظاهري په ترڅ کي شعارورکوي، چي په تبت کي کړول بند کړي.

https://p.dw.com/p/GqvM
انځور: AP

او په ودانۍ کي دننه د مظاهره کونکو له سترګو لري د ملګرو ملتونو د موسسي د بشر ي حقونو د شورا لخوا چين څخه پوښتني کيږي.

په سويس کي د تبتيانو د ټولني مطبوعاتي وياند جګمي درونګشا دا د خپګان وړبولي، چي تبت بيا دعاموخلکو ترمنځ ورو ورو بيرته هير شويدي. خو د تير کال له اعتراضونو او د اولمپيک له لوبو راهيسي د بشر د حقونو په برخه په چين کي کوم ښه والي ندي راغلي. جګمي درونګشا وايي:

بيخي برخلاف هلته پيښ شويدي، ډير تبتيان لکه دپخوا په شان اوس هم بندي دي .چي شمير يي د5000 او6000 ترمنځ دي، څه ناڅه 1000 کسه زخمي شوي او 150 کسه (تبتيان) د 2008 کال دمارچ له مياشتي راهيسي وژل شويدي. 1000 کسه تبتيان ورک شوي هم دي ،نو دچين په وضعه کي کوم ښه والي ندي راغلي بلکه بدتره شوي هم ده.

د نړۍ ټول 192 هيوادونوڅخه هر څلور څلور کاله پس په اصطلاح دبشري حقونو درعايت آزموينه اخيستله کيږي .دالمان دامتحان وخت تيره اونۍوو او ولسي چين بايده وو ددوشنبي په ورځ دپوښتنو ځوابونه ويلي واي .په تيره بيا لويديز هيوادونه په کړولو، داعدام په سزا، اوپرته له محاکمه کيدو څخه په بندي کولو باندي نيوکي کوي .دليښتن شتاين نماينده پدي انتقاد وکړ چي دهغو کارګرو وضعه چي هره ورځ دکارلپاره لري سيموته ځي ډيره خراب ده او له بشري کرامت سره سمون نلري .دولسي چين ملا تړبرخلاف دسودان ، کيو با اود زمبابوي لخوا وشه.دوي دچين دکمونيستي مشرتابه هڅي چي له غريبۍ سره يي دمبارزي لپاره کوي وستايلي .

سږ کال د جنوری په پای کی هم يو شمير تبتيانو په سويس کې لاريون وکړ
سږ کال د جنوری په پای کی هم يو شمير تبتيانو په سويس کې لاريون وکړانځور: AP

ولسي چين داتورونه رد کړي، او ويلي يي دي چي دهغو انګيزه سياسي ده.اودايي هم ويلي دي چي په چين کي کړول ددي لپاره چي قانون منع کړي نشته . دبشري حقوقو دټولني هيومن رايت اين چاينا نماينده شارون هوم څرګنده کړيده چي ، چين پدي نه پوهيږي چي دبشر دحقوقو دتامين لپاره يوازي قانونونه کفايت نکوي ديوايي:

پدي برخه کي روڼوالي اودبنديخانو د دروازو خلاصولو يعني له هغو څخه کتني ته اړه ده . مونږ بايده دي وليدلاي شو چي هلته څه پيښيږي .په هرحال دروڼوالي دنشت والي په صورتکي به مونږ پدي پوه نشو چي وضعه رښتيا څنګه ده اوهمدغه ډول روڼوالی دمونږ دکار وړاندي تګ ته ضرور دي .

دبشر دحقونو دجرګي په غونډه کي دتبتيانو په ترفشارنيولوباندي هم نيوکي وشوي .دسويدن نماينده انتقاد کاووچي تبتيان په کافي اندازه دبيان اودديني مراسمو په ترسره کولو کي آذادي نلري .دولسي چين نماينده دبشر دحقونو په جرګه کي هڅه کوله چي داخبره هم ناسمه وبولي .

لکه دملګرو ملتونو دموسسي دودانۍ دمخي دمظاهره کونکو په شان دبشر ي حقونودکتني دټولني غړي جوليته دي ريويرو هم پدي نظرده چي په تبت کي وضعه دپيکنګ دالمپيا له لوبو راهيسي لا خرابه شويده .داوايي زه فکرکوم چي چين به دتبت په هکله په خپل سياست باندي دهرډول انتقادونو مخه ونيسي. دهمدي لپاره داسي غبرګون چي نن يي دملګرو ملتونو په موسسه کي وښوده ښي؟خوسړي بايده دي پدي اعمالو باندي انتقادونوته دوام ورکړي او تبتيانو ته بشري حق وغواړي .په تيره بيا با يده دي له چينليانو سره دتبټ په وضعي باندي خبري اتري هيڅکله بس نشي .دملګرو ملتونو دبشردحقونو جرګه به په راتلونکي اونۍ کي په چين کي دبشر دحقونو د وضعي دښه کولو لپاره ځني سپارښتني وکړي خودا مشوري به کوم عواقب ونلري.