1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په چین کې بشري حقونه تل یوه موضوع پاتې شوې»

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۵, دوشنبه

آلمان او چین غواړي چې خپلې نزدې همکارۍ لا پسې وغځوي. د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، په پیکینگ کې پر دې خبره ټینگار کړی دی چې په دغه کمونیستي هیواد کې یې تل د بشري حقونو د وضعیت په اړه خبرې کړي دي.

https://p.dw.com/p/1BhfZ
انځور: Reuters

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، چین ته د خپل سفر پر مهال د مدني حقونو په اړه هم خبرې اترې کړي دي. د آلمان د دیموکرات گوند اېس پې ډې، دغه سیاستوال له خپل چینیايي سیال وانگ یي، سره په پيکینگ کې تر لیدنې کتنې وروسته ویلي دي چې آلمان به د بشري حقونو د فعالینو د برخلیک د موضوع تر څنگ د مشهوره هنرمند آی وای وای، ته د سفر د اجازې د موضوع په هکله «تل او په هره سطحه خبرې وکړي.»

د بشري حقونو د بندي شوو مبارزینو، لکه د سولې د نوبل جایزې گټونکي لیویو شیابو او د هغې میرمن لیو شیا، چې په کور کې نظر بند ده، یو زیات شمیر مدافع وکیلانو له شتاین مایر څخه غوښتي دي چې په دغه هیواد کې د سیاسي اختناق او زور زیاتیو په اړه هم خبرې اترې وکړي.

د شتاین مایر د خپلو معلوماتو له مخې، دی به له خپلو چینایي همکارانو سره د قانون د واکمني پر سر یو دوه اړخیز ډیالوگ تر سره کړي. وانگ، د بشري حقونو د موضوع پر سر خبرو اترو ته چمتووالی ښوولی دی، خو په عین وخت کې یې پر دې خبره ټينگار کړی دی چې «موږ په خپلو کورني معاملاتو کې د چا مداخله نه شو زغملای.»

دواړو مشرانو د نزدې همکارۍ پر سر ټینگار کړی دی. وانگ، له اروپایي ټولنې سره د چین د اړیکو په برخه کې د آلمان نقش مهم او کلیدي بللی دی. دواړه اړخونه غواړي چې د جون په میاشت کې چین ته د آلمان د صدراعظمې انگلا مېرکل د سفر او په برلین کې د اکتوبر د میاشتې پر لسمه نیټه د حکومتونو د سلا مشورې غونډې ته په کتو سره، د گډو همکاریو منځمهاله او اوږد مهاله کاري پلانونه جوړ کړي. وانگ د دواړو هیوادونو تر منځ په لوړه کچه د یوه «اقتصادي ډیالوگ» د تر سره کیدو خبره هم وکړه.

د اوکرایین کړکیچ

د اوکرایین کړکیچ ته په کتو سره، د یوه ديپلوماتیک حل له پاره دواړو سیاستوالو په نړیواله کچه د تماس د یوې ډلې د رامنځ ته کیدو غوښتنه وکړه. خو وانگ له دې خبرې څخه ډډه وکړه چې د چین ولسي جمهوریت د کیف او مسکو تر منځ د کړکیچ په برخه کې د کوم لور پلوي توب کوي. شتاین مایر او وانگ د تاوتریخوالي د لاپسې غځیدو څخه خبرداری ورکړ.

شتاین مایر په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «موږ دواړه پر دې نظر یو، چې په خپل سر سرحدونو ته بدلون ورکول یو خطرناکه مثال ښایی وگرځي.» په عین وخت کې وانگ، تر هغه وخته چې سړې یوه توافق ته رسیږي، د یوه نړیوال همغږي کوونکي تشکیل د رامنځ ته کولو خبره کړې ده. هغه په عین وخت کې له روسیې او اوکرایین څخه غوښتي دي چې داسې گامونه دې نه پورته کوي چې له هغې سره حالت نور هم کړکیچن شي.