1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اپل محصولات تر سختو شرایطو لاندې تولیدیږي

۱۳۹۱ فروردین ۱۱, جمعه

د اپل له محصولاتو څخه ډیر خلک کار اخلي خو تر اوسه پورې کیدای شي چې ډیرو کمو خلکو پر دې موضوع فکر کړی وي چې په چین کې د دغې کمپنۍ محصولات تر کومو شرایطو لاندې جوړیږي.

https://p.dw.com/p/14VRb
انځور: picture alliance/dpa

په یوه نوې خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې په چین کې د فوکسکون د کمپنۍ کارکوونکي چې د اپل محصولات جوړوي له ټاکل شوي وخت څخه د ډیر وخت له پاره کار کوي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې دغو کارګرانو ته ‎لږ معاش ورکول کیږي.

دغه رپوټ د عادلانه کارګري انجمن خپور کړی دﺉ. په رپوټ کې راغلي دي چې په هغو کمپنیو کې چې د کارګرانو حقوق تر پښو لاندي کیږي، ای فونونه او ای پدونه هم جوړیږي.

په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې د فوکسکون د کمپنۍ پر کارګرانو له قانوني وخت څخه د ډیر وخت له پاره کار کیږي او هغوی ته د اضافي وخت پيسې هم نه ورکول کېږي.

د چین د کار د قانون له مخې باید یو کارګر په یوه اونۍ کې د ۴۹ ساعتونو له پاره کار وکړي دا په داسې حال کې ده چې د اپل په دې شریک شرکت کې ډیر وخت کارکونکي د ۶۰ ساعتونو له پاره کار کوي چې هغوی ته د اضافه ساعتونو پيسي هم نه ورکول کيږي.

د دغه رپوټ د جوړولو له پاره له ۳۵۰۰۰ کسانو څخه پوښتنې شوي دي. په رپوت کې راغلي دي چې ډیر وخت کارګرانو د اوه ورځو له پاره پرته له وقفې کار ته دوام ورکړی دﺉ.

د فوکسکون په شرکت کې ۱.۲ میلیون کارګران په کار بوخت دي. په خپور شوي رپوټ کې راغلي دي چې کارګران د کار له سختو شرایطو څخه سر ټکوي.

د رپوټ پر وړاندې غبرګون

د رپوټ تر خپریدو وروسته د فوکسکون شرکت اعلان کړی دﺉ چې خپل ټول د کار شرایط به د چین د قوانینو پر اساس عیار کړي. د شرکت چارواکو زیاته کړې ده چې د ټاکل شوو ساعتونو څخه به پر کارګرانو ډیر کار و نه کړي او هغوی ته به د اضافه ساعتونو له پاره پیسي ورکړي.

د شرکت د چارواکو په حواله د دې په خاطر چې پر کارګرانو د کار بوج کم شي په زرونو نوی کارګران به هم په کار وګمارل شي.

د عادلانه کارګري د انجمن چارواکو ویلي دي چې که د فوکسکون کمپنۍ پر خپلو ژمنو ودریږي نو د دغې کمپنۍ د ۱.۲ میلیونه کارګرانو د کار شرایط به ښه شي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض