1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې د ایډز له ناروغانو سره تبعیضې چلند

فرانس پرس/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۲ مهر ۲۴, چهارشنبه

د چین حکومت غواړي چې عمومي حمامونو او یو شمیر نورو ځایونو ته د «HIV» په ویروس د اخته ناروغانو په ننوتلو بندیز ولګوي. په دې هکله یو قانوني مسوده وړاندې شوې ده. د ملګرو ملتونو د ایډز ادارې دغه مسوده غندلې ده.

https://p.dw.com/p/1A0q8
د چین د ایدز یو ناروغ.
د چین د ایدز یو ناروغ.انځور: dapd






د نړۍ په کچه تر ټولو ګن میشته هیواد چین کې د ایډز له ناروغانو سره ډیر تبعیضي چلند کیږي. د چین د حکومت د یوه وزارت له خوا د وړاندې شوې قانون دغه مسوده هم پر دې خبری دلالت کوي.

د چین د کابینې په انترنت پاڼه کې د خپاره شوې قانون د مسودې پر اساس چینو، حمامونو او دې ته ورته مرکزونو ته به هدایت ورکړل شي چې دوی دې د خپلو مرکزونو څخه د باندې په ښکاره الفاظو ولیکي چې هلته «په ساري ویروس ایډز او په التهابي جلدي ناروغیو اخته ناروغان د ننوتلو اجازه نه لري».

د ملګروملتونو د اټکلونو پر اساس په چین کې ۷۸۰ زره کسان د «HIV» په ویروس اخته دي چې دغه کسان لا د پخوا څخه د ډول ډول ستونزو سره مخامخ دي. په دغه ویروس اخته کسان په دولتي ادارو کې هم له کار کولو منع کړای شوي دي.

که د یوې ادارې چارواکي په دې خبره پوه شي چې کوم کارکوونکی یې د«HIV» په ویروس باندې اخته دی نو سمدلاسه هغه له دندې ګوښه کوي.

داسی هم پيښ شوي دي چې یو نارینه یا ښځینه ناروغ د علاج په موخه روغتون ته تللی او هغه بې له دې چې درملنه يي وشي د ډاکټرانو له خوا بیرته کور ته استول شوې.

د دې نوې قانون د مسودې په هکله په چین کې د ملګرو ملتونو د ایډز د ادارۍ د پروګرام همغږې کوونکې هیدیا بیلحاج ویلي دي، اداره یې په دې اړه اندیښمنه ده چې نه شي دغه قانون عملي جنبه پيدا کړي.

هغې همدارنګه زیاته کړې ده چې د چینو او د عامو خلکو له پاره په جوړو شویو ځایونو لکه حمامونو او داسې نورو ځایونو کې د دغه ویروس د انتقالیدو هیڅ امکان نه شته.

د یادونې وړ ده چې په چین کې تر ۲۰۱۰ کاله پورې دغه هیواد ته په «HIV» ویروس باندې د اخته کسانو پر راتگ بندیز لگول شوی وو.


په چین کې د «HIV» په ویروس اخته ناروغانو ته د درملو د ورکولو په برخه کې یو څه پرمختګ شوې دی، خو اوس هم په روغتونونو کې په دې ویروس له اخته کسانو سره له تبعیضه ډک چلند کیږي. ویل کیږي چې په چین کې هغو کسانو ته چې په ایډز اخته دي په بده سترګه کتل کیږي او همدا لامل دی چې د دغې ناروغۍ د مخنوي په برخه کې هڅې له خنډونه سره مخامخ کیږي.

په چین کی د ایدز د ناروغی یو مطبوعاتی کنفرانس.
په چین کی د ایدز د ناروغی یو مطبوعاتی کنفرانس.انځور: dapd