1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې ۲۹ تنه نیول شوي دي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۱۵, پنجشنبه

چینایي چارواکو د دغه هیواد په شمال ختیځ سنیکانگ سیمه کې د «ترهگرۍ ضد» عملیاتو په ترڅ کې ۲۹ تنه نیولي دي. سنکیانگ د ایغور مسلمانانو لږکيو ټاټوبی دی چې د افراطیت د لمسولو تور پرې لگول کیږي.

https://p.dw.com/p/1CCgf
انځور: AFP/Getty Images

په سنکیانگ ولایت کې وروستۍ نیونې د مې میاشتې پر ۲۲مه نیټه د دغه ولایت په مرکز ارومچي کې د تر سره شوي برید په تړاو دي. په دغه پیښه کې څو تنه چې په جیپ موټرو کې سپاره ول، په مارکیټ کې پر روانو خلکو چاودیدونکي توکي ورغورځولي ول. په یاده پیښه کې د څلورو شکمنو ترهگرو په شمول ۲۹ تنه ووژل شول.

د سنکیانگ نیټ، په نامه دولتي انټرنیټ پاڼې په خپل رپوټ کې ویلي دي چې نیول شوي «شکمن کسان بلیتون غوښتنې ته د لمسوني، اجتماعي نظم د گډوډولو، د غیر قانوني سوداگریزو فعالیتونو د تر سره کولو، د نژادې کرکې او نژادي تبعیض ته د لمن وهلو» په تور نیول شوي دي.

زیاته شوې ده چې دغه نیونې په چین کې د ترهگرۍ ضد د هغو پراخو عملیاتو برخه ده چې په ترڅ کې یې لا تر مخه په سلگونو شکمن کسان نیول شوي دي.

له تیر کال راهیسې، په سنکیانگ کې مخ پر ډیریدونکي بریدونو د دغه هیواد د ولسمشر شي جین پنگ له پاره په امنیتي برخه کې سخت چلنجونه رامنځ ته کړي دي. د روان میلادي کال د اپریل میاشتې په ۳۰مه نیټه دوه مشکوک بریدگر او یو لاروی د ارومچي د اورگاډو په تمځای یا ریل سټیشن کې په یوه ظاهرا ترهگریز برید کې ووژل شول. د مارچ میاشتې پر ۲۹ نیټه د کونمینگ، ښار د اورگاډو په تم ځای کې په يوه برید کې ۲۹ کسان وژل شوي وو. همداشان د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کې د تیاننمن، د دروازې پر وړاندې په یوه پيښه کې درې برید کوونکي او دوه تنه سیلانیان ووژل شول.

تیره میاشت، د چین ولسمشر شین چین پینگ، په یوه غونډه کې د ترهگرۍ پر وړاندې د سختې مبارزې هوډ کړی وو. خو ولسمشر په سنکیانگ کې د زده کړو او کاري بوختیاوو په برخه کې د مرستې ژمنه هم کړې وه. کارپوهان پر دې باور دي چې دغه د ستونزو اصلي فکتورونه دي. د هغوی په وینا د تاوتریخوالي له اصلي عواملو څخه یو هم په ځانگړې توگه له اقتصادي لحاظه د ایغوریانو تجریدیدل دي.

د بشري حقونو ټولنې هم اعتراف کوی چې له ایغوریانو سره تبعیض کیږي. هغوی وایي چی ډیرې دندې یا کارونه هغو چینایانو ته ورکول کیږي چې د دې هیواد له نورو برخو څخه دغې سیمې ته راځي.

په تیرو وختونو کې ایغوریانو په څرگند ډول د دوی پر ژبې، کلتور، مذهبي عبادتونو او نورو آزادیو باندې د محدودیتونو د لگولو له کبله شکایت کړی وو.