1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چین کې د CIA سازمان فعالیتونو ته شدیده ضربه

۱۳۹۶ اردیبهشت ۳۱, یکشنبه

د یوې امریکایې ورځپاڼې په حواله چنایې حکومت په ډیر منظم ډول په خپل هیواد کې د امریکا د استخباراتي فعالیتونو ټغر ټول کړی دی. لوړ پوړو امریکایې چارواکو دا د څو لسیزو راهیسې د امریکا استخباراتي څانګې لوی ټکان بللی دی.

https://p.dw.com/p/2dJdI
USA Lobby der CIA Hauptquartier in Langley, Virginia
انځور: Reuters/L. Downing

د امریکایې ورځپاڼې نیویارک ټایمز په حواله د ۲۰۱۰ م او ۲۰۱۲ میلادي کالونو تر منځ په چین کې د امریکا د استخباراتي ادارې CIA تر ۲۰ ډیر جاسوسان وژل شوي او یا هم بندیان شوي دي.

نیویارک ټایمز دغه رپوټ د څو تنو برحاله او پخوانیو امریکایې چارواکو په حواله چمتو کړی، کوم چې د نوم پټ ساتلو په شرط یې دغه معلومات د دوی په اختیار کې ورکړي دي.

تر دغو پيښو وروسته په چین کې د امریکا د بهرنۍ استخباراتي ادارې فعالیتونه ډیر زیات محدود شوي ول. خو په دغه رپوټ کې نه ده په ډاګه شوې چې چینایې چارواکو څنګه وکولای شول دغو مخبرینو ته لاسرسۍ پيدا کړي.

په دې توګه د لومړي ځل له پاره په ۲۰۱۰ م کال کې CIA وکولی شول د چین د حکومت په اړه ډیر ارزښت لرونکي معلومات ترلاسه کړي. وروسته تر هغې په وار وار دوی کم معلومات ترلاسه کول. په ۲۰۱۱ کال کې د دغې ادارې لومړنې چاسوس لا درکه شو.

وروسته تر دې چه په پرله پسې ډول د دغې ادارې کارکونکي ووژل شول د امریکا د بهرنې استخباراتي دارې CIA او د پلټنو فدرالي ادارې FBI څارونکو په ګډه تحقیقات پیل کړل په دې ترڅ کې په پیکنګ کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت ټول کارکونکي وپلټل شول. د نیویارک ټامز په حواله د تحقیقاتو نتیجه د CIA ادارې پر یوه پخواني کارونکي څرخیدله.

خو د دغه کس د نیولو له پاره کافي شواهد موجود نه ول. د دغه رپوټ په حواله تحقیق کونکي وایې چې تر اوسه پورې د دې دلیل روښانه شوی نه دی، خو زیاتوي چې کیدای شي دا د CIA په ادارې کې دننه جاسوسي شوې وي او یا هم له هیواد څخه بهر د دغې ادارې د بهرنیو اړیکو سیستم هک، او معلومات ترې پټ شوې وي. امریکایې کارپوهانو د څو لسیزو راهیسې د امریکایې استخباراتي څانګي ته دا تر ټولو لوی رسیدونکی زیات بللی.

مخکې تر دې د پخواني شوروي اتحاد او روسیې له پاره د دغې ادارې د دوه تنه بدنامه جاسوسانو الدرش امیز او روبرټ هینس، نیول کیدو هم د امریکا استخباراتي ادارو ته ډیر سخت زیان رسولی وو.

امیز د دې تر څنګ چې د CIA کارکونکی وو د روسیې د استخباراتي دارې KGB له پاره هم کار کاوه. نوموړی په ۱۹۹۴ م کال کې د عمر قید په سزا محکوم شوی وو.

همدارنګه هینس چې د امریکا له FBI له پاره یې کار کاوه استخباراتي معلومات یې د روسیې په اختیار کې ورکړي ول. نوموړی په ۲۰۰۱ م کال کې د امریکا په ورجینیا کې په خپل کور کې ونیول شو او اوس کولورادو، ته نږدې په یوه زندان کې بندي دی. هینس په ۱۵ ځله عمرقید سزا محکوم شوی دی.

ښکاره خبره ده چې لویدیځ هیوادونه په چین او روسیې کې د خپلو استخباراتي فعالیتونو د جال غزولو په برخه کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ کیږي. تر اوسه پورې CIA او FBI د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د تازه رپوټ په هکله غبرګون نه دی ښودلی.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (21.04.2015):