1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ژنيو کي د ايران او ۵+۱ ترمنځ موافقه سوې ده

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه، دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۳, یکشنبه

د ايران د اټومي پروګرام پر سره خبري اتري تر اوږدو بحثونو وروسته په ژنيو کي نتجه ورکړې ده. په دې سره د دغه هيواد د اټومي پروګرام پر سره د اوږدو کلونو جنجال د له منځه وړلو له پاره يو مهم قام اخيستلو سوی دی.

https://p.dw.com/p/1AN7R
انځور: Reuters

د ملګرو ملتونو پنځه دايمي غړي د امریکا متحده ايالات، روسيه، چين، لويه بريتانيا او فرانسه او دغه راز آلمان (۵+۱ ډله) د سويس د کنفرانسونو په ښار کي له ايراني استازي سره له کلونو راهيسي جنجالي اټومي موضوع باندي اوږدې خبري لرلې ترڅو په دې اړه يوې موافقې ته سره ورسيږي. دغو خبرو اترو د جمعې او شنبې په ورځو هم دوام وکړ.

ويل کيږی چي د ايران د اټومي پروګرام پر سره په ژنيو کي خبرو اترو اوس نتيجه ورکړې ده خو په دې اړه لا تر اوسه پوري نور جزييات نه دي ورکړل سوي.

خو په خبرو اترو کي د استازو له کړۍ څخه ويل سوي دي چي ايران منلې ده چي د يورانيمو غني کول به ۲۰ سلنه لږ کړي او د درنو اوبو د جوړولو پر بندولو باندي مصالحې ته اماده دي. خو دا خبره يې نه ده منلي چي تر اوسه پوري ۱۹۶ کيلوګرامه غني سوي يورانيم دي يوه دریم هيواد ته وسپاري.

په ژنيو کي د يوه توافق د ترلاسه کولو له پاره فشارونه ډېر سوي دي، په داسي حال کي چي د ايران د بهرنيو چارو د وزير مرستيال عباس عراقچي يووار بيا يوه ورځ نوره هم د خبرو اترو د اوږدېدو خبره کړې ده، د امريکا متحده ايالاتو او بريتانيا د بهرنيو چارو وزيرانو جان کېري او ويليام هيګ ويلي دي چي د يکشنبې په ورځ بايد د لندن په سياسي خبرو اترو کي ګډون وکړي. د دې خبري معنی دا ده چي که دغه خبري اتري يوه ورځ بله هم وغځول سي نو دوی دوه به پکښې ګډون ونه لري.

د فارس خبري آژانس راپور ورکړی دی چي په ژنيو کي د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف له خپلو روسي او چينايي سيالانو سرګي لاوروف او وانګ يي سره درې اړخيزه خبري رواني دي.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير ګيدو ويستر ويله چي هم په دغه خبرو اخترو کي ګډون لري دغه لاس ته راغلې موافقه «يو مهم بدلون وباله.»

ويستر ويله زياته کړه: «موږ خپل هغه هدف ته چي په اټومي وسلو د يوه سمبال ايران مخه ونيسو يوه پريکړنده قدم ته نژدې سوي يو.» ويستر ويله يادونه وکړي «تر لسو کلونو خبرو اترو وروسته چي په مختلفو پړاونو کي له ستونزو سره مخامخ ول موږ نن د لومړي ځل له پاره د يوه مهم قدم پر سر سياسي موافقې ته ورسېدو.»