1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل د برید د قربانيانو شمیر ۸۰ ته ورسید

۱۳۹۸ مرداد ۳۰, چهارشنبه

دوو لوړپوړي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې په کابل کې د واده پر مراسمو د برید له کبله د وژل شویو کسانو شمیر ۸۰ تنو ته رسیدلی دی. تر دې مخکې دغه شمیر۶۳ ښوول شوی وو.

https://p.dw.com/p/3OEyj
Afghanistan Kabul Anschlag auf Hochzeitsfeier
انځور: AFP/W. Kohsar

دغه پیښه د شنبې په ورځ ناوخته ماښام رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې یې تر۲۰۰ د ډیرو کسانو د ټپي کیدو خبره هم شوې وه. خو اوس چارواکو ویلي دي چې د ټپیانو له ډلې څخه یو شمیر یې په روغتون کې مړه شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، ویلي دي: «اوولس کسانو په روغتون کې د خپلو ټپونو له کبله سا ورکړې او همدا اوس هم ۱۶۰ تنه نور په روغتونونو او یا هم خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې دي.»

داعش ترهګرې ډلې د دې برید پړه پرغاړه اخیستې. طالبانو دغه پیښه غندلې او پکې یې لاس لرل رد کړي دي. خو د افغان ولسمشر اشرف غني په ګډون، لوړپوړو چارواکو ویلي دي چې طالبان د پیښې په غندنې سره ځان له مسئولیت څخه نه شي خلاصولی، ځکه په خبره یې دغه ډلې په افغانستان کې د داعش په څیر ترهګرو له پاره د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

د کابل وروستۍ پیښه نه یوازې د تلفاتو د لوړوالي له کبله خواشینوونکې وه، بلکي د هدف انتخاب یې هم ډیر افغانان او چارواکي شاکه کړي دي.

تر پیښې وروسته افغان حکومت د خپلواکۍ د سلمي کلیزې په مناسبت په کابل کې پلان شوي جشنونه وځنډول او ولسمشر غني په خپله بیانیه کې ګواښ وکړ چې امنیتي ځواکونه به یې د دې برید غچ واخلي او د داعش ځالې په له منځه یوسي.

(ms/nz (reuters