1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل د نوي کال په لومړۍ ورځ چاودنې ۲۹ کسان ووژل

۱۳۹۷ فروردین ۱, چهارشنبه

افغان چارواکو د نوي کال په لومړي ورځ په پلازمینه کابل کې د یوې درنې چاودنې خبر ورکړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې په دې ځانمرګي برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان وژل شوي او ۵۲ تنه نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2ufma
Tote bei Anschlag in Kabul am Neujahrstag des Landes
انځور: Reuters/O. Sobhani

چاودنه په پلازمینه کابل کې د نوي کال په لومړۍ ورځ هغه وخت چې خلکو د نوروز د میلې لمانځنه کوله، د شعیه مسلمانانو یوه زیارت ته څیرمه شوې.

د دې برید مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې داعش منلی دی. په افغانستان کې زیاتره په اسلامي دولت یا داعش پورې تړلې ډلې پر شعیه مذهبه مسلمانانو باندې بریدونه کوي. د چارواکو په حواله دغه ځانمرګی برید کابل پوهنتون ته څیرمه له یوه زیارت څخه د خلکو د وتلو پر مهال شوی.

په عین وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمې د برید په هکله ویلي چې ځانمرګي بریدګر د کابل په کارته سخي سیمه کې د سخي زیارت ته څیرمه ځان ته چاودنه ورکړې. دغه ځای تر دې مخکې هم د یوه برید هدف ګرځیدلی وو. 

د عامې ورغتیا د وزارت ویاند ډاکټر وحید مجروح ویلي چې په دې ځانمرګي برید کې د ۲۹ کسانو د وژل کیدو پخلی شوی او ۵۲ تنه نور بیا په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. د نوموړي په وینا په تلفاتو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.