1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي بيا ځانمرګي بريدونه وشول

۱۳۹۰ مرداد ۲۸, جمعه

په داسي حال کي چي افغانستان د خپلي خپلواکي 92 کاليزه لمانځي، په پلازمينه کابل کي د بريتانيا په فرهنګي مرکز، بريتش کونسل، باندي د ځانمرګي بريدونو سره د لومړي رپوټونو له مخي لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي

https://p.dw.com/p/12JPx
ځانمرګی برید په افغانستان کی (ارشیف)
ځانمرګی برید په افغانستان کی (ارشیف)انځور: AP

د پوليس د چارواکو په وينا نن سهار طالب اورپکو په کابل کې د بريتانيا د فرهنګي مرکزپر ودانيو بريد کړي چې په پايله کې لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي دي . وسله والو طالبانو د بريد پړه پر غاړه اخيستي.

بريتش کونسل د بريتانا يو رسمي مؤسسه ده چي هدف په ټوله نړي کي د بريتانیا د ژبني او فرهنګي فعاليتونو لمن پراخول دي.

پوليس وايي چي لږ تر لږه لومړي دوه حملي د ځانمګري بريد کونکو کار دي. د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، صديق صديقي وويل: اته تنه وژل شوي چي ډيري پوليس دي او لس تنه نور ټپيان شوي دي. دا لومړي معلومات دي او پيښه تر پلټني لاندي ده.»


د کابل د جنايي څيړنو مشر، محمد ظاهر، ويلي چې يو بريد کوونکي تر اوسه د د فرهنګي مرکز په انګړ کې د افغان امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. هغه زياته کړې چې نور شپږ تنه ملکي وګړي په پيښه کې ټپيان شوي دي.

د کابل د پوليس وياند، حشمت الله ستانکزي، ويلي چې د لمړۍ چاودنې څخه تقريبا دوه ساعته وروسته دغه ځايې ته څيرمه يو بله درنه چاودنه هم اوريدل شوي ده.

په کابل کې د ناټو ځواکونو او د بريتانيا سفارت هم پيښه تايد کړې ده.


د رويټرز تلويزون له خوا په خپرو شوو انځورونو کې په کوم سړک چې د بريټانيا فرهنګي مرکز پروت دي لرګي او اوسپني په سړک کي خورې ورې ښودل شوي. د غه سيمه د افغان امنيتي ځواکونو له خوا کلابند شوې.

د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد، رويټرز خبري اژانس ته د يو نامعلوم ځايې څخه د تليفون په کرښه ويلي : « مونږه د انګلستان فرهنګي مرکز او د ملګرو ملتونو دفترونه په نښه کړي.» خو دا يې ونه ويل چې طالبانو دغه سيمي ته څومره بريدکوؤنکي ليږلې دي. خو د ملګرو ملتو يو وياند د هغه دا ادعا رده کړي او وويل چي د ملګرو ملتو دفرتونه په دي حملو کي هدف نه دي نيول شوي.

دا پيښه په داسي وخت رامنځ ته کيږي چې نن افغانستان د انګلستان څخه د خپلې خپلواکۍ جشن لمانځي. دا پيښه د بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د کابل ښار د امنيت د سپارلو څخه يوه مياشت وروسته رامنځ ته کيږي.

اژانسونه/ سيدرياض
کتونکي: عبدالباري حکيم