1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي بې اسناده موټر سايکلونه راټوليږي

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۱ اسفند ۳, پنجشنبه

تر هغه وروسته چې د افغانستان په لویو ښارونو کې د ناراجستر شویو موټرسایکلونو په مرسته د ترسره کیدونکو جرمونو ګراف لوړ شو، د ترافیکو ریاست د هغوی په راټولولو پیل وکړ.

https://p.dw.com/p/17irX
Afghan national Police officer on duty in Kunduz, Afghanistan. Afghanischer Polizeidienst. DPA-Erfassungsdatum: 10.10.2011
Afghanistan Polizei im Einsatzانځور: picture alliance/Ton Koene

اوس نو ټول هغه موټرسایکلونه د ترافیکو د پولیسو له خوا ضبطیږي چې بې اسناده په ښارونو کې تګ راتګ کوي.

طالبان هم ډیر وخت په خپلو بریدونو کې له موټرسایکلونو څخه کار اخلي. د کابل د ترافیکو ریاست مرستیال سمونوال صابر ارغندیوال، وایي:

«کله چې دغه موټرسایکلونه اسناد و نه لري نو په ټولنه کې ستونزې رامنځ ته کولای شي. که د دغه شان موټرسایکلونو خاوندان یو جرم تر سره کړي او بیا له سیمې وتښتي، موږ ته د هغوی پیدا کول یو ستونزمن کار دی.»

د ترافیکو ریاست وایي چې مجرمین کولای شي چې له ناراجستر شویو موټرسایکلونو څخه په غلاو او يرغمل نيونو کې کار واخلي. تر دې مخکې وسله والو کسانو په غزني ولایت کې له بې اسناده موټرسایکلونو څخه په کار اخیستلو سره، یو شمیر کسان ترور کړي ول.

تر دغو ترورونو وروسته، د غزني ولایت پولیسو ټول هغه موټرسایلکونه ضبط کړل چې اسناد یې نه لرل. ویل کیږي چې د دې کار په پایله کې د غزني ولایت په امنیت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

یوازې په وروستیو څو ورځو کې د کابل پولیسو۴۰۰۰ ناراجستر شوي موټرسایکلونه راټول کړي دي. په دې اړه دقیقې احصائیې نه شته چې په ټول افغانستان کې څومر بې اسناده موټرسایکلونه موجود دي خو روښانه خبره دا ده چې د هغوی شمیر ډیر لوړ دی.

د اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې شته ستونزي

د افغانستان په دولتي ادارو کې د فساد شتون او د اداري کارونو په بهیر کې د ستونزو رامنځ ته کیدل، هغه لوی لاملونه دي چې ډیر شمیر افغانان یې له کبله خپلو موټرسایکلونو ته اسناد نه اخلي.

د بې اسناده موټرسایکلونو خاوندان وایي چې هغوی باید ډیر وخت رشوت ورکړي او څو ورځي په دولتي ادارو کې سرګرداني وګالي، چي خپلو موټرسایلکونو ته اسناد واخلي.

د کابل ښار یو اوسیدونکې چې حمید نومیږي وایي: «پلیټ اخیستل۱۰۰۰۰ افغانۍ مصرف لري. ښه ده چې سړۍ پرته له دې چې ډیر وخت او پېسې مصرف کړي له موټر سایکل څخه کارواخلي.»

خو د ترافیکو د ریاست کارکوونکي وایي چې که د موټرسایکلونو مالکان وغواړي اسناد تر لاسه کړي، نو د دې کار له پاره یوازې ۵۰۰۰ افغانیو ته اړتیا لري. په همدې حال کې د هغو موټرسایکلونو مالکان چې اسناد نه لري او ترافیک یې موټرسایکلونه ضبط کړي دي، ادعا کوي چې د هغوی د موټرسایکلونو ځینې پرزې هغه وخت غلا شوې دي چې موټرسایکلونه یې د پولیسو له خوا درول شوې ول.

قاچاقي موټرسایکلونه

پر هغو موټرسایکلونو سربیره چې د افغانستان د ګمرکونو له لارې دغه هیواد ته وارديږي، په زرهاوو نور موټرسایکلونه هم له قاچاقي لارو دغه هیواد ته رسیږي. دغه قاچاقي موټرسایکلونه اسناد نه لري او له همدې کبله نه شي کولای چې قانوي پلیټ او اسناد واخلي.

په همدې حال کې د ترافیکو د رایاست کارکوونکي وایي، هغه موټر سایکلونه چې ګمرکي اسناد و نه لري د قانونه له مخي ضبطیږي او ورته اسناد نه ورکول کیږي.