1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د سختو نښتو سره يو ځای چاودني

۱۳۸۸ دی ۲۸, دوشنبه

نن سهار د دولت يو شمير وسله وال مخالفين د کابل ښار په مرکزي برخو لکه فروشګاه ، ملک اصغر څلور لاري ، پښتونستان څلورلاري او پامير سينما په ساحو کښي د څو پرله پسې چاودونو سره يو ځای ځيني دولتي او تجارتي ودانيو ته ورننوتل

https://p.dw.com/p/LYlw
انځور: AP

څلورتنه وسله وال چې د عيني شاهدانو په وينا په سپکو ماشينګڼو او لاسي بمونو سره سمبال وه، قاري امان پلورنځۍ ته ننوتل او پلورنځۍ يې تر خپل کنترول لاندي راوستل . ساحې ته د افغاني امنيتي ځواکونو په رارسيدو سره دوه طرفه فيرونه پيل سول .

عيني شاهدانو وويل چې د پښتونستان دڅلورلاري تر څنګ افغان تيليکم او د اريانا سينما تر څنګ يوې تجارتي ودانيو ته هم مخالف وسله وال بريد کوونکي ننوتلي وه او د پيښيځايونه د ليري واټنو څخه د پوليسو لخوا کلا بنده سوي وه .

Shopping Center Afghanistan Taliban stecken Einkaufszentrum in Brand in Kabul
انځور: AP

د مخالفو وسله والو بريدکوونکو او دولتي امنيتي ځواکونو تر منځ د څو ګړيو دپاره متقابل فيرونه روان وه . د پلورنځۍپه ودانۍ کې د اور لګيدو له کبله د ښار فضا دودان پورته کيدل . د پيښو د ټپيانو او وژل سوو کسانو په هکله تر اوسه پوري دقيق معلومات نسته ، خو ويل کيږي چې تقريبأ 50 تنه ټپيان او وژل سوي دي، چه ډيری يې ټپيان دي . د دغو پيښو له کبله د کابل ښاريانو تر منځ د بيري او وحشت فضأ خپره سوې وه، او کوښښ يې کاوه تر څو هر يو ژر تر ژره ځانونه د ښار له مرکزي برخو څخه وباسي .

ددغو پيښو په مقابل کي د خلکو عکس العملونه

دوی د پيښو د عاملينو څخه کلکه کرکه څرګندوله . څو تنو کابل ښاريانو د دغو پيښو له کبله خپل عکس العملونه دويچه ويلي راډيو ته داسي بيان کړل :

دا په هيڅ ډول د اسلام له لارښونو سره مطابقت نلري او هغه د اسلام ضد اعمال دي ،ځکه په دغو بريدونو کښي عام خلګ وژل کيږي . دوی که غواړي پخپلو منځو کښي زور وازمايي ، د ښارو څخه د باندي دي دغه اعمال تر سره کي .

سره لدې چې تر دې د مخه هم داسي ورته پيښې د کابل په ښار کې تر سره سوي وې ،خو دا تر ټولو لويه پيښه وه .

وسله والو طالبانو د پيښې مسووليت پرغاړه اخيستی .

افغان امنيتي چارواکي وايي ترهګران يې وژلي ، او امنيت بيرته عادي حإلت ته راګرځيدلی دی .

بری پال