1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د فوټبال د زده کړي ښوونځی پرانيستل سو

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ شهریور ۷, پنجشنبه

د فوټبال د زده کړې په دغه لومړنی حرفه يي ښوونځی کی به په زرونو تنو ماشومانو ته په حرفه يي ډول زده کړي ورکړل شي. ويل کيږي چي دغه شان ښوونځي به په نورو ولايتونو کي هم جوړ شي.

https://p.dw.com/p/19YaU
The Afghan football team scores the first goal against Pakistan during their match at the Afghanistan Football Federation (AFF) stadium in Kabul on August 20, 2013. Afghanistan's football team sparked rowdy celebrations across the war-battered nation on August 20 after securing an convincing 3-0 win over arch-rivals Pakistan in the first international match in Kabul for ten years. AFP PHOTO/Massoud HOSSAINI (Photo credit should read MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images)
Fussballspiel Afghanistan-Pakistanانځور: MASSOUD HOSSAINI/AFP/Getty Images

د افغانستان د المپیک د ملي کمېټې د فوټبال فدارسیون د رهبري غړی او د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون مربي علي اضغر لعلي، د پنجشنبې په ورځ په کابل کي د دغه ښوونځی د پرانيستلو پر مهال وويل چي د ښوونځی د جوړیدو موخه په هیواد کې د فوټبال په برخه کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په مسلکي توګه روزل دي.

په دغه ښوونځی کې به د لومړي۲۵۰تنو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته د کورنیو او بهرنیو مربیانو له خوا روزنه ورکول کیږي چې پکښې به آلماني فوټبال ښوونکي هم شامل وي.

علي اضغر لعلي په دې اړه وويل: «زموږ دغه ماشومان په دې خوښ دي چې نن فوټبال په تخینکي او مسلکي توګه زده کوي، موږ به مربیان هم روزو او وروسته به ماشوم فوټبالران په یوه فيستیوال کې راغونډوو تر څو نورو فوټبال ښونځیو ته هم هغوی واستوو تر څو له ماشومانو سر کار وکړي.»

د فوټبال دغه مکتب چې د المپیک د ملي کمیټي په مقر کې جوړ شوی دی په کابل کي د آلمان سفارت تر څنګ یي د ډنمارک هیواد هم یوه برخه لګښتونه پر غاړه لري او ټاکل شوی ده چي د سږکال تر پایه پوري به په بلخ، کندهار، هرات او هلمند ولایتونو کې هم دغه راز ښوونځي جوړ شي.

د فوټبال ښونځي دوو تنو تنکیو زده کوونکو هیله وښوده چې دوی به وکړای شي افغانستان په راتلونکي کې د فوټبال په برخه کې نړیوالو میدانونو ته ور ورسوي. يو تن زده کوونکی محب الله وايي: «د فوټبال دغه ښونځی چي موږ ته پکښې مسکلي او فني زده کړي راکول کيږي ډېر زموږ يو آرمان وو.»

په کابل کې د فوټبال ښونځی د مالي او تخنیکي سمبالوونکو په وینا چې سږ کال به د فوټبال په برخه کي پنځه ښوونځي د کابل په ګډون د هیواد په یو شمیر نورو ولایتونو کې جوړیږي خو پلان دا دی چې په راتلونکي کې به په ټول افغانستان کې دغه راز ښوونځي جوړ کړای شي.»

د المپیک د ملي کمیټي د چارواکو په وینا تر پنځو نورو کلونو پورې به تر شلو زرو ډیرو ماشومانو ته د فوټبال تخنیکي او مسلکي زده کړې ورکړل شي.