1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د يوناني طبابت بازار تود دئ

حسين سيرت/ کابل۱۳۹۱ بهمن ۳۰, دوشنبه

د نورو ډاکټرانو تر څنګ یوناني طبیبان د افغانستان په لویو ښارونو کې ډیر ښه کاروبار لري. درمل پلورونکي او هغه حکیمان چې یوناني دواوي پلوري د کابل ښار په هره څنډه کې لیدل کیږی او د روغتیا وزرات هم د کار اجازه ورکوي.

https://p.dw.com/p/17gQW
Bildergalerie Impfkampagne gegen Polio Masern in Kabul

عنعنوي طبیبان د افغانستان په ليرو پروتو کلیو او بانډو کې، هغه چې د ښار د مرکز څخه ليرې پراته دي ډیر زیات محبوبیت لري، د ليري پرتو کلیو خلک روغتیايي خدماتو ته په سمه توګه لاسرسې نه لري، ځکه نو دغو طبیبانو ته مراجعه کوې.

د عامې روغتیا وزارت وايي چې اوس مهال يي شپیتو تنو یوناني طبیبانو ته د فعالیت اجازه ورکړې ده، په داسی حال کې چې د دغو طبیبانو شمیر په سوو تنو ته رسیږي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزرات ویاند کنشکا ترکستانې وايي دا حکیمان او طبیبان د یوې ځانګړې لایحې له مخې فعالیت کوې:«د دوی د فعالیتونو په برخه کې تګلاره موجوده ده او دغي تګلاري یو داسی چوګاټ جوړ کړې دئ، چې طبیبان پرته له هغې نشی کولای خپل فعالیت ته دوام ورکړي.»

تیمورشاه چې یو یونانې درمل پلورونکی دئ وايي، چې له دوی سره د هر درد دوا شته:«د تقویه کولو معجونونه او ځیني نور شیان دي چې د نارینه و د ملا درد له پاره ورکول کیږي. هرڅه چې غواړﺉ ستاسي په خدمت کې دي.»

سره له دې چې اوس مهال زیاتره افغانان دا غوره ګڼي چې د خپلو ناروغانو درملنه د عنعنوي طبیبانو پرځای په روغتونو کې وکړې خو بیا هم د حکیمانو بازار تود دئ.

جانبي خطرونه

د دغو طبیبانو دواوي ډاډمني نه دي. په ځینو مواردو کې د یوناني ډاکټرانو دواوي د ناروغه انسان د ناروغۍ د زیاتوالي او حتی د هغه د مرګ سبب ګرځي. دغه طبیبان وايي چې یو شمیر افغانان د دوې په درملنه عقیده لري او د افغانستان د ليري پرتو ولایتونو څخه د درملني له پاره کابل ته ورځي ترڅو له دوی څخه دواوي ترلاسه کړي.

تیمورشاه وایي له ۴۰ کلونو راهیسي د یونانې طبابت په برخه کې کار کوې او ده چې کومې دواوي جوړي کړي دي هيچاته ئې تاوان نه دی رسولی:«حتی د طب ډاکټران زموږ دواوو ته مراجعه کوې. موږ هر ډول دواوي لرو چې مختلف دردونه پرې رغیږي.»

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې ځیني وختونه دغه یوناني دواوي پر ناروغانو ناوړه اغیزه کوې.

ښاغلی ترکستانی وایي:«په ځینو مواردو کې داسي شکایتونه موجود دي، خو د افغانستان د عامي روغتیا وزارت د دې مسئولیت په درکولو سره د دوی له پاره یو قانون یا مقرره ټاکلې ده، چې د هغې پر اساس باید دوی فعالیت وکړي.»

د عامې روغتیا وزارت وايي: په هغه صورت کې چې دوی د دغه وزارت پر معیارونو برابر وي کولای شې خپل فعالیت ته دوام ورکړی. دغه وزارت د یونانې طبیبانو څخه امتحان اخلي، که چیري دوی د یوناني طبیب معیارونه ولری په هغه صورت کې دوی ته د کار جواز ورکول کیږي.

ښاغلی ترکستانې وایی دوی د دې طبیبانو د فعالیت د څارنۍ په موخه د دوی دواوي کنترولوي ترڅو جانبې عوارض ونه لري او د ناروغانو له پاره د نورو ستونزو د را ټوکیدو سبب ونه ګرځي.